د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني اوس اوس ادعا کړې چې ګواکې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې حضور لري، ویلي چې په افغانستان کې سوله د اسلام اباد لپاره پر یوې وېرې بدله شوې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د پاکستان له پخوانیو سفیرانو سره په خبرو اترو کې، ادعا کړې چې ټيټيپي په افغانستان کې پټنځای لري او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.
ښاغلي دراني ویلي:«په افغانستان کې سوله په پاکستان کې پر یوې وېره بدله شوې، ځکه هغه خلک چې په افغانستان کې پناه ځایونه لري، دا بریدونه کوي، لکه څنګه چې لومړي وزیر په سمه توګه اشاره وکړه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه بریدونه ۶۵ سلنه زیات شوي؛ خو ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي.»
د اصف علي دراني په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ترسراوي د حراموالي په هکله د اسلامي امارت د مشر فرمان ته په نغوتې سره ویلي، چې ټيټيپي له دغه فرمانه اطاعت نهکوي.
هغه زیاتوي:«لکه څنګه چې پوهېږئ د طالبانو د مشر لخوا پر پاکستان د برید د حراموالي په تړاو فرمان صادر شوی دی. د هغوی وزیرانو هم دا خبره وکړه. نو ایا موږ دا ومنو چې ټي ټي پي له دغه فرمانه سرغړونه کوي؟ که داسې وي، نو هغه بیعت چې ټي ټي پي اعلان کړی و، باطل شوی، که چیرې باطل شوی وي، نو ټي ټي پي ته باید سزا ورکړل شي. که تاسو د اسلام او یا د دود خبره کوئ، نو په دواړو حالتونو کې د سزا مسئله مطرح کېږي، ځکه چې هغوی د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه پورته کوي.»
که څه هم اسلامي امارت دغو ادعاګانو ته په غبرګون کې تراوسه څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي، چې په پاکستان کې د امنیت ټينګښت غواړي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له دې مخکې ویلي و:«هغوی وویل چې د افغانستان خاوره دې د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي، دا په خپله د افغانستان د اسلامي امارت اصولي دریځ دی او موږ ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی طلوعنیوز ته وايي:«هغوی باید د سند پر بنسټ خبرې وکړي، چېرته دي؟ څوک ورته ښوونه ورکوي او څوک یې سمبالوي؟ له دلیل پرته سم کار نهدی.»
د سیاسي چارو شنوونکی اسد الله ندیم هم څرګندوي:«ټيټيپي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او د پاکستان په ټولنه کې ده.»
تر دې وړاندې د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې په هېواد کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي، انوارالحق دغه راز ادعا کړې وه، چې ځيني ناقانونه پاکستاني وګړي په افغانستان کې اوسېږي، خو اسلامي امارت تل دغه خبره رد کړې ده.