Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عدلیې وزارت: د حکومتي ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره نوی قانون توشیح او خپور شو

د عدلیې وزارت وايي، د اسلامي امارت د مشر له لوري د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د قانون له توشیح کېدو وروسته یې دغه قانون په رسمي جریده کې خپور کړی دی.

د دغه وزارت ویاند وايي، یاد قانون څلور څپرکي او دوه ویشت مادې لري، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو په برخه کې به د کمیسیون کارونه چټک کړي.

د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي، طلوع نیوز ته وویل: « په دغه قانون کې څلور څپرکي او دوه ویشت مادې دي او په کې د ځمکو د غصب د مخنیوي، د امارتي ځمکو د استرداد او ځینو نورو مواردو یادونه شوی ده.»

د عدلیې وزارت دغه راز زیاتوي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د کمیسیون د کار له پیلېدو راهیسې له اوه سوه زره جریبه زیاته غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي، په دې تړاو زیاته کړه: « په ټوله کې د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې تر ۷۰۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غاصبینو او زورواکو  راګرځول شوی ده.»

ورته مهال، ځینې شنونکي وایي، چې قانون پالنه به هغه مهال مطلوبه پایله ورکړي چې قانون د اصلي مرجع له لوري تصویب شي.

د سیاسي چارو شنونکي شاکر حیات، وویل: « ښایی طالبان وکولی شي چې په دغه فرمان سره د ځینو ځمکو پر سر لانجه وکړي خو یو څه باید هېر نه کړو چې له اکاډمیک، سیاسي او حقوقي اړخه د دغسې جلا فرمانونو مشروعیت بیا تر پوښتنې لاندې راځي.»

د عدلیې وزارت زیاتوي، دغه قانون د توشیح کېدو له نېټې نافذ دی او هغه تقنیني اسناد چې له دغه قانون سره په ټکر کې وي، لغوه ګڼل کیږي.

شریک یي کړئ