له پاکستانه ځينې ایستل شوي افغان کډوال چې کابل ته راغلي، وايي چې د هوا سړښت او د ژمي رارسېدو د دوی ستونزې دوه برابره کړې دي.
دوی زیاتوي اړ شول چې خپل ټول هر څه په پاکستان کې پرېږدي او هېواد ته راستانه شي او اوس هېڅ هم نهلري.
دغه را ایستل شوي کډوال وایي، چې د هوا سړېدو او د سونګ توکو نهلرلو یې ستونزې زیاتې کړې دي. دوی له مرستندویو بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.
راستون شوی ظاهر طلوعنیوز ته وايي:«اوس موږ نه بېل وهلی شو او نه هم ځمکه لرو او نه کور چې اوس هلته ولاړ شو. له طالبانو غواړو چې له موږ سره همکاري وکړي.»
ګل پرۍ هغه ۸۰ کلنه کونډه ښځه ده، چې څلوېښت کاله په پاکستان کې کډواله وه. دغه مېرمن چې په جبري توګه له پاکستانه را ایستل شوې، وایي خپل کور او جونګړه یې پرېښې ده او تش لاس افغانستانه ته راغلې ده.
ګل پري د خپلو ستونزو په هکله وویل:«موږ څلوېښت کاله په پاکستان کې وو، هلته مو بزګري وکړه او بالاخره موږ یې په زور وایستلو. کهچېرې موږ ته څه راکړي خوشحاله به شوو، نه کور لرو او نه هم کور.»
بلخوا، د کابل یو ټرمینال چې د سرپرست حکومت په همکارۍ د پنځوسو خیمو په لرلو سره جوړ شوی، د څه باندې پنځه سوه راستنو شویو د ځایېدو وړتیا لري.
د یوه ټرمینال مسوول کبیر کبیرخېل وویل:«دا یوه بیړنۍ پروسه وه. موږ فکر کوو ښايي هغوی په جریان کې هم نهوي چې د یوې یا دوه شپو لپاره د پایتخت په ترمینال کې مېشت شي. موږ له خپلو ټولو امکاناتو د هغوی لپاره د اسانتیاو د برابرولو لپاره کار اخلو. »
د کابل امنیه قومانداني وایي، چې د هغو کورنیو لپاره چې له پاکستانه را ایستل شوې دي، چمتووالی لري.
له پاکستانه د را ایستل شویو اوه زره افغانانو له ډلې ځینو هغو ویلي، چې د کورنۍ غړي یې په پاکستان کې پاتې دي. را ایستل شوي افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په پاکستان کې د خپلو کورنیو برخلیک ته اندېښمن دي او وایي، چې د هغوی په تړاو هېڅ معلومات نه لري.
په دې اړه مو اندونه