د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د اسیا برخې مرستیالې ننسي ډنټ د افغانستان اقتصادي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي، چې دغه هېواد اوس هم له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او د زرګونو کډوالو کورنیو د جذب وړتیا نهلري.
ننسي دنټ، له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي شونې ده چې دا وضعیت په ټول افغانستان کې لا بدتر شي.
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د اسیا برخې مرستیاله زیاتوي:«دغه هېواد نهشي کولای چې زرګونه کډوالې کورنۍ جذب کړي هغو چې راځي او ډېر احتمال شته چې دا به اقتصاد نور هم زیانمن کړي. له همدې امله د ټول افغانستان وضعیت د خرابېدو احتمال شته. موږ له ژمي سره مخ یوو او شرایط په چټکۍ سره خرابېږي.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په افغانستان کې د اقتصادي ناورین لامل د بندیزونو او محدودیتونو وضع کېدل بولي او وايي، اسلامي امارت په هېواد کې د بې وزلۍ د لهمنځه وړلو لپاره هڅه کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله څرګندوي:«په هېواد کې د اقتصادي ستونزو دلیل د نړۍ له لوري د ناعادلانه بندیزونو لګول دی؛ خو اسلامي امارت په هېواد کې د بې وزلۍ او فقر له منځه وړلو لپاره هڅه کوي.»
یو شمېر بې وزله کسان وايي، ورځني عاید يې له سلو افغانیو ډېر نهدی، نو له همدې امله زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د کابل ښار اوسېدونکي صمد خان وویل:«زه چې سهار له کوره راوځم تر ماښامه کار کوم؛ خو له پنځوسو او سلو افغانیو ډېرې نه شم پیدا کولی، چې دا مې د کور مصرف هم نهکېږي.»
د کابل ښار بل اوسېدونکی فیض محمد هم څرګندوي:«موږ په کور کې اوو نفر یوو او زه یوازینی د کور سرپرست یم، چې ۵۰ افغانۍ عاید هم د ورځې نهلرم، نو له نړۍوالو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»
تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، په افغانستان کې ۱۵ مېلیونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او دغه بنسټ د بودیجې د کمښت له امله اړ دی چې له دې ډلې ۳ مېلیونه کسانو ته مرستې ورسوي.
په دې اړه مو اندونه