Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وروستیو دوو میاشتو کې له پاکستانه نږدې ۴۰۰ زره افغان کډوال ایستل شوي

په وروستیو دوو میاشتو کې نږدې ۴۰۰ زره افغان کډوال په اجباري توګه له پاکستانه ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاري وايي چې دغه کډوال د تلې میاشتې له پېله تر اوسه، د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي او دا لړۍ دوام لري.

ښاغلی تخاري همدارنه وايي چې د افغانانو د نیولو لړۍ روانه ده او دم‌ګړۍ د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ افغان کډوال بندیان دي او د ازادېدو لپاره يې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل وايي:«پاکستان چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د اکتبر له میاشتې راهیسې پيل کړې تر اوسه نږدې ۴۰۰ سوه زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي. د دې ترڅنګه کوم افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي له پاکستاني چارواکو سره مو پرې خبرې کړې او دوام لري ترڅو دغه افغان بندیان ازاد کړي.»

ورته مهال د پاکستان په بندخونو کې بندي افغان کډوال زیاتوي، په زندانونو کې له بېلابېلو سختو ستونزو سره مخ دي او له سرپرست حکومته غواړي، چې د دوی وضعیت ته رسېدنه وکړي.

د پاکستان په بندخونه کې بندي افغان کډوال حمیدالله وویل:«څلور میاشتې کېږي، چې زه دلته د پاکستان په زندان کې بندي یم او ما مې خپل پلار پاکستان ته د درملنې لپاره راوړی و چې پلار مې راڅخه په شفاخانه کې پاتې شو او زه زندان ته راوړل شوم»

د پاکستان په بندخونه کې بل بندي افغان کډوال عبداالله هم څرګندوي:«زه دوه میاشتې کېږي چې د پاکستان په زندان کې یم او په ډېر بد وضعیت کې یم او پرته له کومې ګناه په زندان کې بې سرنوشته پروت یم.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا رییس وايي، پاکستاني پولیس شپه او ورځ د افغان کډوالو نیولو پسې ګرځي او افغان کډوال نیسي او د پاکستان بندخونو ته يې اچوي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا رییس میر احمد رووفي وايي:«افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له سختو فشارونو سره مخ دي او په نیولو کې يې دا تفکیک نشته چې قانوني یا غیرقانوني کډوال دي، خو نیول کېږي او له خپل ځان سره يې وړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه په جبري توګه د ایستل شویو افغان کډوالو لپاره په تورخم او سپین بولدک کې اسلامي امارت پنډغالي جوړ او ورته یې د ژوند کولو ښې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه