Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد پروژې د پاتې کار د تړون لاسلیک کېدل

له شبرغانه د بغلان تر دشت الوان پورې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولته برېښنا د لېږد پروژې د پاتې کار تړون د اسلامي امارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

برېښنا شرکت ویلي چې د دغې پروژې ارزښت ۳۶ مېلیون ډالره دی او د هغه کار به تر راتلوونکو دوو کلونو پای ته ورسېږي.
 
د برېښنا شرکت د پانګونې د جذب رییس شکراالله شرفمل ویلي:«د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښڼا د لېږد پروژې کار ۷۶ سلنه بشپړ شوی او ۳۳٫۷ سلنه کار یې پاتې دی. نن د هغه د عملي کېدو تتړون لاسلیک شو. د دغې پروژې ظرفیت زر میګاواټه دی چې له ترکمنستانه د دشت الوان تر سب‌ستېشنه زر میګاواټه برېښنا لېږدوي.»

د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د شبرغان- دشت الوان پروژه یوه لویه ملي پروژه ګڼي او له قراردادي شرکته غواړي چې، د دغې پروژې بشپړولو ته په جدي توګه پام وکړي.

ښاغلي برادر په دغو مراسمو کې وویل:«د وارداتي برېښنا د بیو د پوپیر له امله په کلنۍ توګه هېواد ته په لسګونه مېلیونه ډالره سپما کېږي. له وارداتي شرکته زموږ غوښتنه دا ده چې دغې پروژې ته جدي پام وکړي او ژر تر ژره دا پروژه تطبیق کړي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحماني حقاني د دغې پروژې د تړون په مراسمو کې د کډوالو په هکله وویل:«له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غواړم چې د کډوالو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»

دغه پروژه په ۲۰۱۵ کال کې هم پیل شوې وه او عملي کېدل یې ۷ پړاوه درلودل.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو لمخې، له شبرغانه تر دشت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د پروژې د پاتې چارو او همداراز له دشت الوانه د کابل تر ارغنديي پورې ټول لګښت د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.
 
د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د شبرغان- دشت الوان پروژه یوه لویه ملي پروژه ګڼي.

تصویر بندانگشتی

له شبرغانه د بغلان تر دشت الوان پورې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولته برېښنا د لېږد پروژې د پاتې کار تړون د اسلامي امارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

برېښنا شرکت ویلي چې د دغې پروژې ارزښت ۳۶ مېلیون ډالره دی او د هغه کار به تر راتلوونکو دوو کلونو پای ته ورسېږي.
 
د برېښنا شرکت د پانګونې د جذب رییس شکراالله شرفمل ویلي:«د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښڼا د لېږد پروژې کار ۷۶ سلنه بشپړ شوی او ۳۳٫۷ سلنه کار یې پاتې دی. نن د هغه د عملي کېدو تتړون لاسلیک شو. د دغې پروژې ظرفیت زر میګاواټه دی چې له ترکمنستانه د دشت الوان تر سب‌ستېشنه زر میګاواټه برېښنا لېږدوي.»

د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د شبرغان- دشت الوان پروژه یوه لویه ملي پروژه ګڼي او له قراردادي شرکته غواړي چې، د دغې پروژې بشپړولو ته په جدي توګه پام وکړي.

ښاغلي برادر په دغو مراسمو کې وویل:«د وارداتي برېښنا د بیو د پوپیر له امله په کلنۍ توګه هېواد ته په لسګونه مېلیونه ډالره سپما کېږي. له وارداتي شرکته زموږ غوښتنه دا ده چې دغې پروژې ته جدي پام وکړي او ژر تر ژره دا پروژه تطبیق کړي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحماني حقاني د دغې پروژې د تړون په مراسمو کې د کډوالو په هکله وویل:«له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غواړم چې د کډوالو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»

دغه پروژه په ۲۰۱۵ کال کې هم پیل شوې وه او عملي کېدل یې ۷ پړاوه درلودل.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو لمخې، له شبرغانه تر دشت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د پروژې د پاتې چارو او همداراز له دشت الوانه د کابل تر ارغنديي پورې ټول لګښت د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه