Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت کې د نږدې ۲ زره ښځینه کارکوونکو شتون

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د نن چهارشنبې (د لړم پر ۲۴مه) ویلي چې د دغه وزارت کابو ۲ زره کارکوونکې ښځې دي.

د دغه وزارت ویاند په امنیتي او څيړنیزو برخو کې د ښځو د حضور په مهم بللو سره زیاتوي چې، دم‌ګړۍ ښځې د دغه وزارت په بېلابېلو برخو لکه د پاسپورټ عمومي ریاست، د عامه خدمتونو ریاست، د پلټنې په تم‌ځایونو او نورو ادارو کې په کار بوختې دي.

عبدالمتین قانع وویل:«د پولیسو په لیکو کې په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت په خدماتي ادارو کې، په امنیتي او پلټنو په برخو کې د ښځو حضور ته ډېره اړتیا ده. دم‌ګړۍ د کورنیو چارو وزارت په خدماتي ادارو کې له هغې ډلې د پاسپورټ په عمومي ریاست، د عامه خدمتونو په ریاست او د پلټنو په برخو کې ۱۹۹۵ ښځې حضور لري.»

هغه ښځې چې د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې کار کوي، وايي چې د امنیت د تامین په برخو کې لاسته‌راوړنې هم لري.

 شکیلا څه باندې دوه کاله کېږي چې په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت اړوند په یوه چک پاینټ یا پلټن‌ځای کې پر کار بوخته ده.

نوموړې وايي:«موږ د ښځو د بدني تلاشۍ په برخه کې کار کوو. کله چې بیرون کې هم وظیفه کېږي، هلته هم ځوو، په ځانګړې توګه د نیونو په برخو کې او موږ غواړو چې په لوړو بستونو کې کار وکړو.»

د کورنیو چارو وزارت بله کارکوونکې سعیده هم څرګندوي:«د دغې کار چې موږ یې ترسره کوو زمینه یې نورو ښځو ته هم برابره شي؛ ځکه ټولنه ښه کېږي او اقتصادي ستونزې کمېږي.» 

یو شمېر نورې ښځې چې په کورنیو چارو وزارت کې کار کوي وايي، د کشفي، جنايي او شپنیو عملیاتو په برخو کې کار کوي.

د کورنیو چارو وزارت کارکوونکې مدینه د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«د سهار له اتو د بل سهار تر اتو یعنې ۲۴ ساعته دنده ترسره کوو. د کشف، کنټرول او جنايي برخو کې کار کوو او په لویو عملیاتو کې هم ځوو.»

په افغانستان کې ښځې د کورنیو چارو وزارت سربېره په روغتیايي او ښوونیزو برخو کې هم پر کار بوختې دي. 

شریک یي کړئ