په اسلام اباد کې د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ درې اړخیز تړون لاسلیک شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي په هغې غونډه کې چې پر همدې مناسبت په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، د سوداګریزو اړیکو، ګډو پانګونو او د بانکي سیسټم پر پیاوړتیا هم خبرې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«په دغې غونډه کې د درې اړخیزه اقتصادي اړیکو پر پیاوتیا، د سوداګریزې پراختیا له لارې د سیمې نښلون، ډېرې ټرانزیټي اسانتیاوې، د ګډو پانګونو زیاتوالی، د بیو کموالی، ټرانسپورټي اسانتیاوې، د ګمرکي سیسټمونونو برقي کول، د خوړو خوندیتوب، د ویزې صادرول او همدارنګه د درې اړخیزو ټرانزیټي ستونزو پر حل ټينګار شوی دی.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د افغانستان خصوصي سکټور هم په دغه سفر کې هڅې کوي چې د سوداګرو ستونزې په دایمي توګه حل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وویل:«د اسلامي امارت د جګپوړي پلاوي غوښتنه دا ده چې د افغانستان کانټینرونه چې له یوې مودې راهیسې په پاکستان کې درول شوي، د تېرېدو اجازه ورکړل شي او همدارنګه ټرانزیټي، ټرانسپورټي موردونه او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ستونزې دي.»
اخوا یو شمېر سوداګر ټینګار کوي چې د افغان سوداګرو د ستونزو حل به د سوداګرۍ د پراختیا او د صاداراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.
سوداګر محبوب الله محمدي وايي:«اقتصادي تعادل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ځانګړې توګه پر یوه بل متکي اقتصاد لري، د دواړو هېوادونو لپاره باید داسې پلان جوړ شي چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لامل شي.»
د اقتصادي چارو شوونکی اذرخش حافظي وايي:«موږ له ازبیکستان سره ښې اړیکې لرو او د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سره د سوېلي اسیا نښلون، د ټولو هېوادونو په ګټه دي او په ځانګړې توګه د افغان - ټرانس د رېل پټلۍ تمدیدېدل.»
د تېرې دوشنبې پر ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ چې د مالیې، ټرانسپورټ، هوايي چلند او بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم پهکې شامل وو، پاکستان ته سفر وکړ.
په دې اړه مو اندونه