Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا رسمیت پېژندنه؛ پاکستان وایي له ګاونډیو سره ګډ پر مخ ځي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، چې پاکستان به په یوازې توګه د افغانستان اوسنۍ حکومت په رسمیت و نه پیژني.

اصف علي دراني چې د اسلام اباد د پالیسۍ څیړنېز انسټیټوټ کې خبرې کولې ویلي، چې د اسلامي امارت رسمیت پیژندلو په اړه به د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ شوي هوکړه لیک ته په کتو اقدام کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اصف علي دراني و ویل: « د افغانستان د ګاونډیو او روسیې ترمنځ یو هوکړه لیک شته دی چې که موږ و غواړو د افغانستان دولت په رسمیت وپیژنو نو باید ټول یې یوځای په رسمیت وپیژنو، په یو اړخیزه توګه نه. زه فکر کوم چې موږ په دوامداره توګه په دغه برخه کې هڅه هم کړې ده.»

درانی زیاتوي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو لګيدلي بندیزونه یوه کلتوري موضوع ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان دغه ځانګړی استازی وايي په افغانستان کې د فساد کچه راکمه شوې، امنیت ښه شوی او د نشه يي توکو کرکېله هم تر ټولو ټیټې کچې ته را رسېدلې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اصف علي دراني زیاته کړه:«د افغانستان په اړه مثبت ټکی دا دی، چې اوس په دغه هېواد کې ډير کم فساد دی او دا هغه موضوع ده چې په نړۍواله کچه په رسمیت پیژندل شوې ده. هغوی خپل عواید زیات کړي دي او دغه ټکی هم په نړۍواله کچه په رسمیت پیژندل کیږي. په افغانستان کې ښه امنیت هم په نړۍواله کچه منل شوی او بیا د نشه يي توکو یا تریاکو کرکېله هم خپلې وروستۍ کچې یانې ۹۵ سلنې راټيته شوې ده.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتیم قانع طلوع نیوز ته و ویل: « څلورکلنه پالیسي جوړه شوې ده او په هغه پالیسۍ کې هر څه ځای پر ځای شوي دي، امنیت هم سل سلنې ته پورته کیږي او د مخدره توکو کښت به هم صفر ته ښکته شي.»

خو بالاخره له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره به د افغانستان د اړیکو پایله څه وي ؟

د سیاسي چارو شنونکي، عبدالرووف توانا څرګنده کړه: «د افغانستان په اړه د پاکستان ځانګړي استازي خبرې له دوو احتمالاتو لرې نه دي، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د ناکامو پالیسیو دوام ښیي، دغو پالیسیو نه نړۍوال پام ځانته اړولی دی او نه یې هم د اسلامي امارت پام ځانته اړولی دی.»

له تېرو څو میاشتو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره د افغانستان اړیکې ترینګلې شوي او دا هم څرګنده نه ده چې دغه اړیکې به بېرته نورمالې شي او که نه؟

شریک یي کړئ