Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د ټي ټي پي د پټنځایونو په تړاو شواهد ترلاسه کړي او خپل مالومات یې د اسلامي امارت له چارواکو سره شریک کړي دي.

د یاد وزارت ویاندې ویلي، اسلام اباد د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي او پټنځایونه یې له منځه یوسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوڅ وویل: « د بهرنیو چارو وزیر جیلاني د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د ټي ټي پي پر وړاندې د افغانستان د جدي اقداماتو غوښتنه کړې. هغه په دغه برخه کې د سرپرست حکومت سره د مرستې لپاره د پاکستان د چمتوالي خبره کړې. د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د پاکستان او افغانستان تر منځ د خبرو له لارې د ننګونو د حل په برخه کې د پاکستان پر ژمنې ټینکار کړې دی.»

اسلامي امارت که څه هم د پاکستان د لنډمهالي حکومت له چارواکو سره د ټي ټي پي په تړاو د خبرو اترو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي که پاکستان په افغان خاوره کې د ټي ټي پي د پټنځایونو په تړاو شته شواهد له سرپرست حکومت سره شریک کړي نو اسلامي امارت به ژر اقدام وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې تړاو وویل:« اول خو اسلامي امارت د افغانستان له خاورې پاکستان ته ګواښونه ردوي او په دوهم قدم کې که چېرې دغه ډول مالومات وي نو موږ یې ارزوو او څارو یې، او په اطمینان سره وایم چې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکارول شي او یا هم کومه ډله د افغانستان خاوره وکاروي.»

ورته مهال، د چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې اسلام اباد باید له کابل سره د اړیکو د ښه والي لپاره له دغه ډول ادعاوو لاس واخلي او له اسلامي امارت سره د تعامل د پیاوړي کولو په موخه مثبت ګامونه پورته کړي.

د نظامي چارو شنونکی محمد متین محمدخیل طلوع نیوز ته وویل: « پاکستان تل باطلې ادعاوې کړي او اوس هم هیڅ شواهد نشي وړاندې کولی.»

د نظامي چارو یو بل شنونکي، صادق شینواري څرګنده کړه: « د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره افغانستان او پاکستان باید د همغږۍ یو اطلاعاتي مرکز را منځته کړي تر څو خپل استخباراتي اطلاعات سره شریک کړي او د ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.»

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې له امریکا او ناټو پاتې شوې وسلې د پاکستاني طالبانو تحریک ته په لاس ورغلي او د اسلام اباد پر ضد یې کاروي؛ خو دغه ادعاوې بیا بیا د اسلامي امارت له لوري رد شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه