د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، حکومت یې د یو لړ معیارونو پر بنسټ په ټوله نړۍ کې د خپلو بشرپالو مرستو پر بهیر څارنه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې طالبان د واشنګټن له شریکانو په بشرپالو مرستو کې له معمول د زیاتې مرستې غوښتنه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو مېلر ویلي: « که طالبان زموږ له شریکانو د عملیاتي لګښت لپاره تر معمول زیاته غوښتنه لري، زموږ شریکان بیا د دغو غوښتنو پر بنسټ خپل بشرپاله عملیات تنظیموي او یا یې دروي. موږ له خپلو هغو شریکانو سره کار کوو چې باور پرې لرو ځکه هغوی د افغانستان په څېر په سخت چاپېریال کې د ډېر وخت کار تجربه لري او موږ هلته حضور هم نه لرو.»
خو اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې او امریکا په مرستو کې د لاسوهنې خبره ردوي او زیاتوي چې دوی یوازې له مرستو څارنه کوي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه څرګنده کړه: « ځینې وخت چې شکایتونه وي او شفافیت په نظر کې ونه نیول شي نو موږ شکایتونو بررسي کوو او د موسسو په چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نشته، دغه راپور موږ هم واوریده او ردوو یې او صحیح نه دی.»
اقتصاد پوه، سید مسعود وویل: « د افغانستان د حاکمیت پر وړاندې د امریکا له لوري دغه څرګندونې یوه سیاسي مانا هم لری او دا مسله په حقیقت کې د افغانستان د حاکمیت پر وړاندې د امریکا د لوري د بدلولو یو ډول ده.»
تر دې وړاندې، د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا څارونکي بنسټ یا سیګر مشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې چې په کانګرس کې یې کړې وې، ادعا کړې وه چې د افغانستان سرپرست حکومت د امریکا له لوري په استول شویو مرستو کې لاسوهنه کوي او دغه مرستې اړمنو کسانو ته نه رسیږي.
په دې اړه مو اندونه