Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا ویاند: د نړۍوالو بنسټونو کار کوونکي «د قانون پر رعایت کولو مکلف» دي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي د هغو نړۍوالو بنسټونو کارکوونکي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، د دغه هېواد د قانون پر رعایت کولو مکلف دي.

ښاغلي مجاهد طلوع نیوز ته وایي هغه کسان چې د افغانستان له قونینو او اصولو پيروني ونه‌کړي، اسلامي امارت د هغوی د نیولو حق لري.

ذبیح الله مجاهد په دې هکله زیاته کړه:«که‌چېرې څوک په یوه بنسټ کې کار کوي او د هېواد له قوانینو سرغړونه کوي یا د هغو اصولو پر خلاف چې ورته ورکړل شوي، عمل کوي وبه نیول شي او یو حکومت د دې حق لري چې دغه کار وکړي.»

بلخوا، د اقتصادي چارو شنوونکي پر دې باور دي، چې اسلامي امارت باید په هېواد کې د بنسټونو د فعالیت د ښه‌والي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او له هغوی سره مشخصې کړنلارې شریکې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا په دې هکله طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«د هغوی د امنیت د ټينګښت په برخه کې، د هغو پلانونو او پروګرامونو په برخه کې همکاري چې لري او پلي کوي یې او همدارنګه د هغوی په چارو کې د ځينو حکومتي بنسټونو نه‌لاسوهنه، که‌چېرې دا کارونه ترسره کړي فکر کوم چې د نړۍوالو بنسټونو او سازمانونو لېوالتیا به ډېره شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر بنسټونو د اسلامي امارت له لوري د خپلو یو شمېر کارکوونکو د نیولو خبر ورکړی و.

د اقتصادي چارو شنوونکي پر دې باور دي، چې اسلامي امارت باید په هېواد کې د بنسټونو د فعالیت د ښه‌والي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او له هغوی سره مشخصې کړنلارې شریکې کړي.

شریک یي کړئ