Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د هېوادوالو دوسیو ته د رسېدنې په تړاو د سترې محکمې ډاډ

د اسلامي امارت ستره محکمه وايي چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته، د هېواد په کچه حقوقي، سوداګریزې او نورې بېلابېلې ۳۰۰ زره بېلابېلې دوسیې حل او فصل کړې دي. 

د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس عبدالرحیم راشد ډاډ ورکوي چې ستره محکمه هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د هېوادوالو دوسیو ته رسېدنه وکړي.

عبدالرحیم راشد وايي:«محکمې ورځ تر بلې هڅه کوي، چې د خلکو دوسیو ته د شریعت په چوکاټ کې ژر رسېدنه وکړي. سترې محکمې په مجموعي توګه ۲۷۲زره او ۴۶۳ دوسيې حل او فصل کړي، چې په دې لړ کې ۲۹۳ زره او ۹۴۴ وثیقي هم اجرا شوې دي.»

ښاغلی راشد همداراز وايي، په ټول هېواد کې د دې بنسټ امریتونو تر دې مهاله نږدې ۳۰۰ زره وثیقې هم وېشلې دي.

یو شمېر هېوادوال چې سترې محکمې ته راغلي زیاتوي، د محکمو په پرېکړو کې باید عدالت په پام کې ونیول شي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی فضل الله قادري هم څرګندوي:«زه له اسلامي امارته غواړم، چې په محکمو کې د خلکو دوسيې ونه ځنډولای شي او دې ته په وخت سره رسېدنه وشي.»

د بامیان ولایت اوسېدونکی علي حسن وايي:«د محکمو په پرېکړو کې باید عدالت تطبیق شي که‌چېرته دا کار وشي، نو خلک به ترې ډېر خوښ اوسېږي.»

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي اول خان هم وویل:«په محکمو کې ماشاءالله کارونه ډېر ښه روان دي او موږ دا تمه لرو، چې کارونه لا ښه شي.»

ورته مهال، ځیني شنوونکي په دې باور دي چې په محکمو کې باید مسلکي کسان وګومارل شي، څو د خلکو دوسيې په سمه توګه وڅېړل شي.

د سیاسي چارو شنوونکی معین ګل څمکنی وايي:«هغه کسان چې په فساد کې مشروطې دوسيې نه‌لري، نو باید بېرته محکمو کې ځای پر ځای شي ترڅو د محکمو کارونه بېرته عادي حالت ته راوګرځي.»

د اسلامي امارت د سترې محکمې چارواکي د ټول هېواد په محکمو کې د روڼتیا ډاډ ورکوي او وايي، چې د دوی د کاري بهیر د لا‌ ښه‌والي لپاره هڅې کوي.

شریک یي کړئ