د پاکستان د مدني ټولنې یو شمېر غړو، وکیلانو او حقوقي او سیاسي فعالانو د یوه کمپاین په پيلولو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او د هغوی د جبري ایستلو د بهیر د درېدو غوښتنه کړې ده.
د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټه چې دغه اعتراض یې پیل کړې، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان له اعلان وروسته، افغان کډوال د پولیسو او د قانون د نورو پلي کوونکو بنسټونو له لوري ځورل شوي دي.
په پاکستان کې د کډوالو د ګډ اقدام د کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي:«د دغو مظاهرو ترسره کوونکي پر دې باور وو، چې په پاکستان کې د ټولو ناقانونه کسانو د جبري ایستلو له اعلان راهيسې، افغانان د پوليسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو له خوا له ځورول کېدو، وېرولو او ناقانونه نیول کېدو سره مخ شوي دي.»
په پاکستان کې مدفع وکیل، صدیق کاکړ زیاته کړه: «دوی له پاکستانه غوښتي چې د کډوالو بهیر چې په زوره ایستل کیږي، ودروي او د اوسېدو اجازه ورکړل شي.»
که څه هم اسلامي امارت د پاکستان پرېکړه ظالمانه ګڼي، خو وایي چې کډوالو ته د رسېدنې لپاره بشپړ چمتووالی لري. دوی زیاتوي چې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوعنیوز ته وویل: «دا د اسلامي امارت دنده ده، هغه کډوال چې راستنیږي، په خپل هېواد کې ځای پر ځای کړي او د امکان تر حده د دوی لاسنیوې او ورسره مرسته وکړي. او موږ ډاډمن یو هغه کډوال چې هېواد ته راغلي تر ۴۰۰ زرو زیات کډوال راستانه شوي دي. »
له پاکستانه یو شمېر راستانه شوي افغانان هم د پاکستاني پوځیانو له ناوړه چلند ترخې خاطرې لري.
له پاکستانه راستون شوی، معزالدین وایي: «زموږ کور یې وران کړ، موږ خپل کور درلود. د پاکستان پولیسو موږ په زور وایستلو او ویې ویلې چې تاسو باسو او تاسو حق نه لرئ چې زموږ په هېواد کې پاتې شئ.»
تر دې وړاندې هم د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي وو، چې د دغه هېواد لنډمهالی حکومت د کډوالو د اېستلو په تړاو قانوني واک نه لري.
په دې اړه مو اندونه