Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نی د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نږدې۱۱۰دوسیو له ثبتدېدو خبر ورکوي

نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړی بنسټ طلوع نیوز ته وایي، چې د روان زیږدیز کال له پېل راهیسې د هېواد په کچه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي  نږدې ۱۱۰ قضیې ثبت شوې دی.

د دغه بنسټ چارواکي وايي چې په دغې تاوتریخوالي کې نیول، وهل ټکول، سپکاوی او د امنیتي ځواکونو له خوا له خبریالانو سره زورزیاتی شاملېږي.

د نی یا د رسنیو د ملاتړي بنسټ یو له مسوولانو ظریف کریمي په دې هکله وايي:«زموږ راپورنه ښيي چې موږ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۸ پېښې ثبت کړې دي چې له بېلابېلو موضوعګانو کې له هغې ډلې وهل ټکول، نیول، تحقیر او سپکاوی او د زورزیاتي د خبریالانو پر وړاندې شوی دی.»

بلخوا، د افغان خبریالانو مرکز چې له هېواده بهر فعالیت کوي، د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو د نیول کېدو او ګواښونو ۷۵ پېښې ثبت کړې دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري د رسنیو په تړاو لږ تر لږه ديارلس کړنلارې خپرې شوې او د همدغو کړنلار پر بنسټ له رسنيو او خبريالانو سره چلند کېږي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې مسوول مسرور لطفي په دې هکله وايي:«موږ تېر کال د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي ۱۲۵ پېښې ثبت کړې وې چې په روان کال کې موږ کابو ۷۵ پېښې ثبت کړې دي.»

بلخوا، ځينې خبریالان له اسلامي امارته ځینې غوښتنې لري.

خبریال ذبیح الله شریفي طلوع‌نیوز ته وايي:«د خبریالۍ ټولنې وضعیت اندېښمنوونکی دی او ښه راتلوونکی به ونه‌لرو، موږ هیله کوو چې د رسنیزې ټولنې د ستونزو د حل په برخه کې ژر تر ژره قوانین اجرا کړي.»

خبریال اسلام الدین احمدي وویل:«زموږ او د رسنیزې ټولنې غوښتنه دا ده چې د بیان ازادي په واقعي معنا ومني.»

خو اسلامي امارت په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې ردوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د هېواد له ټولو رسنیو ملاتړ کوي او له هغوی کسانو سره قانوني چلند کوي، چې ناوړه ګټه پورته کوي.

د اسلامي امارت د ویاند بلال کریمي طلوع‌نیوز ته وايي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې د تل په څېر له خبریالانو سره همکار وي او هغه ستونزې چې رسنۍ ورسره دم‌ګړۍ مخامخ دي په ګډه توګه باید دغه ستونزې حل کړل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي وو چې د رسنیو قانون چمتو شوی او د توشیح لپاره د اسلامي امارت مشر ته لېږل شوی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه