Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: له رسمیت پېژندلو مخکې د م.م سازمان د اصولو پر رعایت کولو مکلف نه‌یوو

له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د یو ځای کېدو له ۷۷مې کالیزې سره هم‌مهاله، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د دغه سازمان له خوا د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو له امله په افغانستان کې سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د قانون پر رعایت مکلف نه‌دی. 

ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وایي چې اسلامي امارت به تر رسمیت پېژندنې وروسته هم، یوازې هغو مواردو ته ژمن وي، چې له شریعت سره په ټکر کې نه‌وي.

ښاغلی مجاهد وايي: «تراوسه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، نو موږ د هغوی د قانونو پر وړاندې هم کوم لازمیت نه‌لرو او کله چې په رسمیت وپېژندل شوو، ټولو هغو قوانینو او نورمونو ته چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه‌وي ژمن یوو.»

ښاغلی مجاهد دغه راز په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي د حضور غوښتنه کوي؛ خو دا هغه مسئله ده چې تر دې مهاله د ملګرو ملتونو له لوري نه‌ده منل شوې.
                           
د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«موږ هم د نورو هېوادونو په څېر غړیتوب ولرو او په سازمان کې باید د افغانستان د خلکو حق ورکړل شي، څوکۍ وسپارل شي، هغه موقف او مقام چې دی ورته ورکړل شي.»

بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د څوکۍ سرپرست وایي، په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې په هېواد کې سولې او ټيکاو، بشري حقونو او ټولنیز او اقتصادي پرختګ ته لږ پام شوی دی.
        
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د څوکۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه وویل:«په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان رول، بنسټیز رول دی او یوازینۍ مهم دفتر چې دم‌ګړۍ په افغانستان کې فعالیت لري د ملګرو ملتونو سازمان دی، که‌څه هم د ملګرو ملتونو سازمان فعالیتونه د بشري مرستو رسېدو ته محدود دي؛ خو د ستر نړۍوال سازمان په توګه خورا ستر رول لوبوي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید جواد سجادي هم څرګندوي:«اوس د دې وخت رارسېدلی چې له یوې عقلاني پرېکړې سره افغانستان له نړۍوالې ټولنې سره یوځای شي او د ملګرو ملتونو سازمان پر اغېزناک غړي بدل شي.»

۷۷ کاله وړاندې د ۱۹۴۶ کال د نوامبر په لسمه د افغانستان د وخت وزیر احمد حسین عزیز د ملګرو ملتونو منشور لاسلیک کړ او پر بنسټ یې په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د ودانۍ په انګړ کې د افغانستان بیرغ پورته شو.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه