Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کاکړ له څرګندونو وروسته ا.ا؛ اسلام اباد د پاکستان د خلکو ذهنیت بدلوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د پاکستان حکومت د ټي‌ټي‌پي په هکله له بیاځلي ادعاوو سره، چې ګواکې دغه تحریک په افغانستان کې حضور لري، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د خلکو د ذهنیت اړولو هڅه کوي.

ښاغلی مجاهد د پاکستان د لنډمهالي حکومت د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې طلوع‌نیوز ته وايي چې اسلام اباد د بریدونو مخه نه‌شي نیولی او له همدې امله پر سرپرست حکومت بې بنسټه تورونه لګوي.

ښاغلي مجاهد په دې هکله زیاته کړه:«دوی په ځينو کړنو کې ناکامه کېږي، د پاکستان دننه د بریدونو مخه نه‌شي نیولی، نو د دې لپاره چې خپلو خلکو ته ملامت نه‌شي او خلک یې له موضوع تېر شوي وي پر افغانستان تور لګوي.»

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ تېره ورځ (یکشنبې) یو ځل بیا ادعا وکړه چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په افغانستان کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه د ټي‌ټي‌پي په هکله ویلي و:«دا د افغانستان په حکومت پورې اړه لري چې غواړي هغوی تسلیم کړي او یا یې په تړاو یو کار وکړي او یا په بې احساسه توګه کيني او دوی د پاکستان پر خلکو او پولیسو برېدونه وکړي. موږ یې ځواب خامخا وایوو، داسې نه‌ده چې لاس تر زنې کېنو او په چوپتیا سره هرڅه وزغمو. دوی ښه پوهېږي چې ټي ټي پي چېرته دي، دوه کاله دمخه چې مذاکرات پېل شوي وو دوی چېرته وو، هغوی خو به په مرکزي اسیا کې نه‌وو، د افغانستان له یوې سیمې خبرې روانې وې.»

د سیاسي چارو ځینې شنوونکي پر دې باور دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي لپاره باید پاکستان له دا ډول ادعاو لاس واخلي.

د سیاسي چارو شنوونکي احمدخان اندړ وویل:«دوی باید پوه شي چې خلکو او د هېواد د امنیت ټینګښت یې د اسلامي امارت دنده نه‌ده، بلکې د پاکستان حکومت باید د افغانستان د خلکو او اوسني حکومت پر وړاندې خپله مضره او استخباراتي پالیسي بدله کړي.»

د سیاسي چارو شنوونکي، محمد متین محمدخېل هم زیاته کړه: «غوره به وي چې پاکستان د ټي ټي پي مسئله په خپل هېواد کې وګوري دا خپله د پاکستان ستونزه ده تاسو د ټي جي بي بریدونه ګورئ چې پر بنجاب او پوځي اکاډمیو ترسره کېږي، دا ستونزه په افغانستان کې نه‌ده بلکې په پاکستان کې ده.»

تر دې وړاندې، د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ هم ادعا کړې وه چې هېواد یې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د پټن‌ځایونو په تړاو اسلامي امارت ته شواهد ورکړي دي.

خو دغه موضوع تل د سرپرست حکومت له لوري رد شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه