Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان، ایران او ترکیې پولیسو له ناوړه چلنده د کډوالو پرله‌پسې شکایتونه

له پاکستان، ایران او ترکیې څخه راستانه شوي کډوال وایي چې په دغو درېیو هېوادونو کې کډوال د پولیسو له ناوړه چلند سره مخ دي.  

دوی د ایران، ترکیې او پاکستان د پولیسو پر بد چلند له نیوکې سره وايي چې په دغو درې هېوادونو کې له کډوالو سره ناوړه چلند کېږي او حتا په ځينو موردونو کې بندي کېږي هم.

نازیه د دریو ماشومانو مور ده چې په دې وروستیو کې له ایرانه را ایستل شوې ده. دغه ښځه له افغانانو سره د ايران د پوليسو پر ناوړه چلند نيوکه کوي او وايي چې مېړه يې په ايران کې نيول شوى او دا له خپلو دریو ماشومانو سره له دغه هېواده را ایستل شوې.
    
نوموړې وايي:«په ایران کې یې له موږ شپږ مېلیونه هم واخیستې، نیمروز ته نږدې یې خوشې کړو او په شخصي موټرو کې یې پورته کړو.»

له پاکستانه را ایستل شوي، جواد وویل:«زما غوښتنه دا ده چې دوی کډوال ونه ځوروي، ژمی دی یخ دی، دا مسلمانان ماشومان دي، ښځې دي.»

له ترکیې را ایستل شوي، معین هم څرګندوي:«د ترکیې پولیسو موږ زیات وځورولو او راته وې ویل چې راځئ تاسو ته خط درکوو، خط یې هم رانه کړه، له ځانه سره یې ویوړو ۲۱ ورځې یې بندیان کړو، چې ډېره خرابه او کمه ډوډۍ یې راکوله.»

ورته مهال، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په وروستۍ یوې میاشت کې ۲۹۰ زره کډوال له پاکستانه او څه باندې ۹۵ زره کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال، عبدالرحمن راشد طلوع نیوز ته وویل:«په روانه لړم میاشت کې شاوخوا ۲۹۰ زره کډوال د تورخم، سپین بولدک او انګور اډې په لارو له پاکستانه راستانه شوي او ۹۵ زره او ۴۰۰ له ایرانه د اسلام کلا او نیمروز له لارې رایستل شوي دي.»

تر دې وړاندې هم د پاکستان د مدني ټولنې یو شمېر غړو، وکیلانو او حقوقي او سیاسي فعالانو د یوې غونډې په جوړولو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو د بهیر د درېدو غوښتنه وکړه.

نازیه د دریو ماشومانو مور ده چې په دې وروستیو کې له ایرانه را ایستل شوې ده. دغه ښځه له افغانانو سره د ايران د پوليسو پر ناوړه چلند نيوکه کوي.

شریک یي کړئ