Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالباري عمر: سفر مې د رسمي بلنې پر بنسټ و

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست عبدالباري عمر نن (دوشنبې، د لړم په ۲۹مه)د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوې خبري ناسته کې وايي، چې نوموړی په یوه رسمي سفر اروپا ته تللی و.

هغه په داسې حال کې اروپا ته د رسمي سفر په هکله خبرې کوي چې په وروستیو ورځو کې یې خورا ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست وايي:«د دعوت‌نامې پر اساس باندې د دوی د دعوت پر اساس باندې دغه کنفرانس ته تللی وم، په دغه کنفرانس کې مې رسمي ګډون کړی دی، بله موضوع دا ده چې یو غیرقانوني شخص څنګه کولای شي چې یوه نړۍوال کنفرانس ته لار پيدا کړي؟»

دا په داسې حال کې ده چې جرمني ته د خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست سفر او په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په تړاو د هغه څرګندونو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

په دې لړ کې دا ځل د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مک کال په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې اروپايي هېوادونو ته د طالبانو د یوه چارواکي سفر د منلو نه‌دی.

هغه لیکلي:«د نړۍوالې ټولنې غړي باید پر طالبانو د سفرونو د بندیز د پلي کېدو او پراختیا په برخه کې د یو بل ترڅنګ ودرېږي. دا زموږ لپاره د منلو نه‌ده.»

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج په دې هکله وايي:«د محدودیتونو وضع کول او د بندیزونو جوړول دا یوازې دا چې افغان ملت ته زجر ورکړي، طالب چارواکو ته او حاکم نظام ته هېڅ وخت زجر نه ورکوي. بیا هم دا ترسره کېږي او طالب چارواکي تر مسکو، عربي هېوادونو تر پاکستان او ایران او هر هېواد ته کنفرانسو ته ځي.»

تر دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په کلن ښار کې د اسلامي امارت د چارواکي د لیدنې او وینا په اړه ویلي و، چې هېواد به يې له طالبانو سره د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته تر درناوي پورې خپلې اړیکې عادي نه کړي.

شریک یي کړئ