Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماشومانو نړۍواله ورځ؛ یونېسف د ماشومانو د حقونو پر رعایت کېدو ټینګار کوي

د ماشومانو له نړۍوالې ورځې سره‌ هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د ماشومانو د حقونو په رعایت کېدو ټینګار کوي.

د ماشوم نړۍواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې ماشومان له دغې ورځې ناخبره د خپلو کورنیو د لګښت پرې کولو لپاره په درنو کارونو بوخت دي.

کارګر اصف وايي:«د ورځې ۷۰ تر ۸۰ روپیو کار کوم کور ته ډوډۍ وړم، همدلته ګرځم راګرځم.»

کارګر مصطفی هم وویل:«همدلته بیرون کار کوم او کورته یوه نمړۍ ډوډۍ وړم.»

دولس کلن شیرزاد او دیارلس کلن سهراب چې د یو بل ګاونډيان دي، د کابل ښار په واټونو کې بوټان رنګوي.

سهراب د اووه کسیزې کورنۍ غړی دی چې پلار او مور یې معیوب دي او هغه د ښوونځي په څلورم ټولګي کې د زده‌کړو ترڅنګ د واټونو پر سر کار هم کوي.

کارګر شېرزاد وویل:«په کور کې اووه تنه یوو مور او پلار مې معیوب دي، له همدې امله زه په کور کې کاریګر نه‌لرم خپله په کار پسې راوځم.»

کارګر سهراب هم څرګنده کړه:«بې‌وزلي ده نو څه وکړو، خپل مور او پلار ته یوه نمړۍ ډوډۍ بیدا کوو او همدارنګه خپلو کوچنیو خویندو او وروڼو ته.»

له دې سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، هڅه روانه ده چې پر ماشومانو د درنو کارونو د ترسراوي مخنیوی وشي او د هغوی د کورنیو ملاتړ هم وکړي.

د کار ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي:«کوم ماشومان چې په شاقه یا درنو کارونو بوخت دي له شاقه کارونو څخه یې مخنیوی کېږي او د دوی کورنۍ هم تر یوه حده حمایت کېږي چې د بېلابېلو لارو البته د فني او حرفوي زده‌کړو د برنامو د دایرو له لارې هم د دغو ماشومانو حمایت او ساتنه کېږي.»

اخوا، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف، د یوې زده کوونکې نجلۍ د تصویر په خپرولو سره په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو مراعتولو غوښتنه کړې ده. د دغه بنسټ په وینا، د ماشومانو حقونو او مشارکت ته لومړیتوب ورکول، د ښې راتلونکې لپاره مهم دي.
 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، هڅه روانه ده چې پر ماشومانو د درنو کارونو د ترسراوي مخنیوی وشي او د هغوی د کورنیو ملاتړ هم وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه