Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ا.ا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ارزونې ته غبرګون وښود

اسلامي امارت په یو سند کې د افغانستان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ارزونې په غبرګون کې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا، د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې ته لار هواري او د افغانستان له لارې د ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال په اړه د سپارښتنو هرکلی کړی.

د اسلامي امارت له لوري په دغه سند کې ویل شوي، چې افغانستان دې په جګړه کې ښکېل هېواد نه بلل کیږي او دا ډول هېواد کې د بهرنیو لخوا د تپل شویو بین الافغاني خبرو په څېر وړاندیزونو سره دې د نړۍوالې ټولنې وخت نه ضایع کیږي.

له دې مخکې، د افغانستان وضعیت د ارزونې په اړه د ملګرو ملتونو د ډلې سند چې طلوع نیوز ته رسېدلی و؛ له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان بیا ادغام په اړه پکې یو لړ سپارښتنې شوې وې.

په دغو سپارښتنو کې ویل شوي و، چې د افغانانو بېړنیو مرستو ته د رسېدنې لپاره باید باور جوړونه وشي، په اړینو سیاسي، امنیتي او سیمه ییزو برخو کې همکارۍ دوام ومومي، او له افغانستان سره د تعامل د تګلارې لپاره لارنقشه جوړه شي.

ملګرو ملتونو په خپل سند کې چې د یاد سازمان امنیت شورا ته استول شوی و د افغانستان لپاره د یو نوي استازي د ټاکل کېدو غوښتنه کړې وه او ویلي یې و چې د یو ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو لپاره دې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پیل شي.

خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې سند کې د ملګرو ملتونو لخوا د یوې بلې موازي تګلارې جوړېدل رد شوي دي.

په سند کې راغلي: «افغانستان یو پیاوړی مرکزي حکومت لري چې په خپلواکه توګه خپلې کورنۍ چارې او پالیسۍ پلې کوي. نو، د ځانګړي استازي په څېر د ملګرو ملتونو له لوري د یو بل موازي میکانیزم جوړېدل د منلو وړ نه دی.»

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته په یوغږیز پیغام دا سند تایید کړی او ویلي یې دي چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري ملګرو ملتونو ته استول شوی دی.

د افغانستان سرپرست حکومت په دې سند کې راغلي، افغانستان باید د یوې سیاسي خلا یا بې دولته خلا په توګه و نه انګېرل شي.

د سند په یوه بله برخه کې ویل شوي، «د افغانستان دولت اړ دی چې په خپلو ټولو تعاملاتو کې دیني ارزښتونه او ملي ګټې په پام کې ونیسي او چاته به اجازه ورنکړي چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.»

اسلامي امارت په دغه سند کې د ټولګډونه حکومت په اړه ویلي، چې سرپرست حکومت هڅه کوي چې د حکومت تشکیلات تر ممکن بریده پراخ کړي خو د ناکامو څېرو بیا راوستل او د ونډو پر بنسټ حکومت جوړول د منلو وړ نه دي.

د سند په حواله، «د نورو مسایلو ترڅنګ، د افغانانو او بهرنیانو ترمنځ د ټولشمولیت تعریف هم توپیر کوي او د حکومت ۲۳.۴ سلنه کارکوونکي ښځې دي.»

په سند کې همداراز راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد امنیتي ځواکونه په سم ډول روزل شوي او د امنیت ټینګښت ترڅنګ یې د داعش ډلې پر وړاندې هم کلکه مبارزه کړې ده.

اسلامي امارت ویلي، چې پر افغانستان د یو اړخیزو، ناوړو او غیرقانوني بندیزونو سربېره هم په افغانستان کې لویې بنسټیزې پروژې پیل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه