Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نړۍوالې ټولنې د ا.ا غوښتنه: بندیزونه دې لېرې او تعامل دې وشي

د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له ملګرو ملتونو سازمانه غوښتي چې محدودیتونه لېرې کړي او د تعامل لار دې خپله کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د یوناما د سیاسي برخې مسوول د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې په نږدې راتلوونکي کې د افغانستان په هکله نړۍوال کنفرانس به جوړ شي.

 ذبیح الله مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:په دې خبرو کې د افغانستان له لوري هم ورته پیغام ورکړل شو، چې موږ چمتو یو او هره اجنډا چې موږ ته وسپارل شوه موږ پرې بحث کوو او هغوی ته بیا احوال ورکوو، خو په ټوله کې باید تعامل وشي، ځکه ډېر مهم دی.»

د دې سربېره د یوناما د سیاسي برخې مسوول له افغانستان سره د مرستو د دوام په هکله ډاډ ورکړی دی.

د سیاسي چارو شنوونکی جاوېد مومند طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرته په دې ناسته کې د افغانستان استازی شتون ولري او مخامخ خپلې ستونزې سره شریکې کړي، ځکه دا کولای شي چې شته ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمن شمال هم څرګندوي:«اسلامي امارت باید د نړۍوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني او د خلکو په غوښتنه یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ او د ښځو کار او نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړي، ترڅو نړۍوال اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت همداراز وايي، اسلامي امارت د لویو پروژو په پلي کولو سره غواړي د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه په هېواد کې راټېټه کړي او ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې مرسته وکړي. په دې لیدنه کې ویل شوي، چې د ژمي په راتګ سره دې ملګري ملتونه له افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ پراخه او دوامداره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه