Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د اسلامي امارت د مشر پر مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه

د اسلامي امارت مشر په کندهار کې د وزیرانو شورا په غونډه کې، د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ د سیاسي کېمسیون غړو ته دنده ورکړې چې د رغنده سیاستونو د پلي کولو لپاره د کورنیو او بهرنیو پالیسو کړنلاره جوړه کړي.

د اسلامي امارت د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي امارت مشر دغه‌راز له ګاونډیانو او نورو هېوادونو سره د اړیکو د لا پراختیا او شته ستونزو د حل په اړه د کابینې له غړو سره خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت رهبر ټولو سرپرست وزیرانو ته لارښونه کړې چې راستنیدونکو افغانانو ته خدمت په خپلو کاري لومړیتوبونو کې راولي. 

د اسلامي امارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د رغنده پالیسيو د تطبیق لپاره د بهرنیو چارو  وزیر په سرپرستۍ د سیاسي کمېسیون غړو ته د بهرنۍ او کورنۍ پالیسي او کړنلارې د چمتو کولو په اړه دنده وسپارل شوه. د هېواد د نوي نسل د ښې روزنې او په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو په دیني او عصري برخو کې د علمي ظرفیت لوړولو د استادانو او شاګردانو د مشکلاتو پر حل هم خبرې شوي دي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«دغه غونډه د اسلامي امارت د ټولو وزیرانو له ګډون سره جوړه شوې وه چې پر مهمو موضوع‌ګانو خبرې وشوې. امیر‌المومنین ټولو وزیرانو ته لازمې سپارښتنې لرلې چې هغوی د حکومتوالۍ، ولسوالۍ، د عدالت ټينګښت، د اخلکو پر امنیت او اسانتیاوو په برخه کې هڅې وکړي.»

د اعلاميې له مخې، د اسلامي امارت مشرتابه په دې ناسته کې د شرعي احکامو تطبیق او د خلکو خدمت د اسلامي امارت د مسوولانو مسوولیت وباله او له دوی يې وغوښتل، چې د زور پر ځای د تشویق او نیکو اخلاقو له لارې له خلکو کار واخلي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې په ناسته کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو په شمول پر بېلابېلو مسایلو هم خبرې شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي:«د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري ټولو وزیرانو ته هدایت وشو، ترڅو د مهاجرینو خدمت ته لا هم د خپلو کارونو په سر کې ځای ورکړي. کوښښ کوئ چې د زور پر ځای د تشویق او نیکو اخلاقو له لارې خلک دین او اسلامي اخلاقو ته را وبولئ، د زور له لارې خلک مقابله درسره کوي. په راروان ژمي کې د خوراک او سونګ موادو د تهیه کولو او پر وخت رسولو په تړاو لازم تصمیمونه ونیول شول.»

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمن شمال وايي:«هغه حکومت چې د معین او مشخصو پالیسو په ځانګړې توګه د ګاونډیو او نړۍوالو دولتونو پر وړاندې روښانه بهرنی سیاست ونه‌لري، هېڅکله نه‌شي کولای چې بریالی واوسو.»

د وزیرانو شورا په غونډه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ایران او پاکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو راپورونه هم وړاندې کړې دي.

شریک یي کړئ