د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېر یوه کال کې د بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې د پام وړ ډېرښت راغلی دی.
د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع زیاتوي، یوازې په تېره میاشت کې ۲ زره او ۱۲۵ بهرنیو سیلایانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې ده.
ښاغلي رفیع په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوس د احوالو د ثبت ریاست په تېره یوه میاشت کې ۲۱۲۵ بهرنیان ثبت شوي چې له دې منځه په تېرې یوې اوونۍ کې ۳۲۵ بهرني وګړي د بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې د افغانستان خاورې ته داخل شوي او ۲۷۹ سیلانیان بېرته خپلو هېوادونو ته تللي دي.»
د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا د ګرځندوی صنعت پراخېدل د یوه هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګڼي او له دغه صنعته پر ملاتړ ټينګار لري.
د اقتصادي چارو شنوونکی محمد شبیر بشیري طلوعنیوز ته وايي:«اړتیا ده چې افغانستان طبیعي او ښکلیو ځایونو ته په پام سره، د ګرځندویۍ پر صنعت باید پانګونه وشي.»
په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت وايي، دمګړۍ ټول هېواد امن و امان دی او د هېواد امنیتي فضا د سیلانیانو منلو ته چمتو ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاتوي، دغه بنسټ د ولایتونو له سیمهییزو مسوولانو سره په همغږۍ بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د ګرځېدو لپاره خوندي زمینه برابره کړې ده.
ښاغلی قانع څرګندوي:«کورنیو چارو وزارت د امنیتي او اجرايي ارګان په توګه ژمن دی چې د هغوی امنیت سل په سلو کې تامین کړي. په ټول هېواد کې پولیس د هغوی په خدمت کې دي او سراسري امنیت تامین دی. اړتیا نشته چې په دې برخه کې د ګرځندویۍ ځانګړي پولیس وګومارل شي.»
د ګرځندوی صنعت چې له نفت او موټر جوړونې وروسته د نړۍ په کچه ډېر عاید لرونکی صنعت شمېرل کېږي او همداراز د ۲۱مې پېړۍ د نړۍ د اقتصاد یوه بنسټیزه برخه او د تل پاتې پراختیا اصلي رکن هم دی؛ او د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره د دغه صنعت پراخېدل لا ډېر مهم ګڼل کېږي.