Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې کتاب پلورونکي د کتابونو ساړه بازار اندېښمن کړي

د کتاب پلورنځیو او خپرندویه مرکزونو  ځینې مسوولین وایي چې په وروستیو څه باندې دوه کلونو کې یې پنځوس سلنه پېریدونکي له لاسه ورکړي.

دوی ټینګار کوي چې دمګړۍ د کتابونو د پلور بازار پیکه شوی او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د خپرندویه مرکز مسوول، ذکي احمدي وایي: «شاوخوا ۱۸ کاله کیږي چې د کتابونو پلورنې، خپرونې او وېش په برخه کې کار کوو. اوس مهال د خلکو اقتصادي وضعیت دی چې پر کتاب ډېره اغیزه لري.»

کتاب پلورونکي، عزیزالله هم زیاته کړه: « مخکې کار ډېر ښه وو، اوس ښه نه ده، اوس ډېر کم شوی دی. زموږ اقتصاد ډېر خراب شوی دی.»

له دې سره سم، یو شمېر زده کړیالان د کتاب د پېرودنې او مطالعې کلتور د پیکه کېدو اصلي لامل اقتصادي ستونزې ګڼي.

زده کړیال، ایمان حیدري څرګنده کړه: « د زده کړیالانو تر منځ د مطالعې دود کم شوی دی.»

د خپرندویه ټولنې د مالوماتو له مخې، دمګړۍ په ټول هېواد کې ۱۸۰ خپرندویان، ۵۵۰ کتاب پلورونکي او ۱۵۰ چاپخونې فعالیت لري او دوی هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یادې ټولنې مسوولین وايي، د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره په همغږۍ د داسې یوه کمیسیون د جوړېدو په لټه کې دي چې، د کتاب پلورونکو او په ټوله کې د خپرندویانو د ستونزو د حل په برخو کې کار وکړي.

د کتاب پلورونکو او خپروونکو د ټولنې رییس، عبدالودود مختار زاده وویل: « د چارو ادارې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د ریاست الوزرا له لوري یو کمیسیون جوړ کړی دی. دغه کمیسیون د خپروونکو په ملاتړ هڅې کوي چې د خپروونکي ستونزې ډله بندي کړي.»

تر دې وړاندې هم یو شمېر خپرندویو ټولنو او کتاب پلورونکو د خپل کاروبار له پیکه کېدو شکایت کړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه