Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسکو کې د «افغانستان؛ د تېر او راتلونکي ترمنځ» په نوم ناسته وشوه

په مسکو کې د اسلامي امارت د مخالفو څېرو او ځینو هیوادونو د استازو په ګډون، «افغانستان د تیر او راتلونکي ترمنځ» تر سرلیک لاندې ناسته ترسره شوه.

د دغې غونډې ګډون کوونکو د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو، په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت، د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سټراټيژۍ او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې کړي دي.

د مقاومت په نوم د یوې جبهې مشر، احمد مسعود و ویل: «په ټینګار سره وایم چې موږ د دې پلوي نه یو چې افغانستان د نړۍ کوم پوځي ځواک یا بلاک سره په ټکر کې راشي، موږ غواړو چې افغانستان له ملي ثبات په مرسته او سیمې او نړۍ سره پر یو مسیر له ټولو سره دوستي ولري او له هیچا سره دښمني و نه لري.»

په دغه ناسته کې د ایران، روسیې او یو شمېر نورو هیوادونو استازو هم ګډون کړی دی.

د ایران استازي بیا په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې په تړاو خبرې وکړې.

مسکو کې د ایران سفارت مستشار و ویل: «د طالبانو مبارزه د داعش ترهګرې ډلې سره ده، د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان او سیمې ترمنځ امنیتي همکاریو ښه پایله ورکړې ده چې په پایله کې د دې ډلې ځینې مشران له منځه تللي او فعالیتونه یې محدود شوي دي.»

د سیاسي چارو بل شنونکي، سید مقدم امین څرګنده کړه: «د افغانستان په اړه هره ناسته ګټوره کېدلی شي، خو که غواړو چې د افغانستان ستونزې په کلیدي توګه حل شي، د دوحې تړون چارچوب باید د یوې تګلارې په توګه وي.»

د اسلامي امارت غړو ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه وه ورکړ شوې.
د اسلامي امارت ویاند د دغې غونډې په اړه وايي، دا ډول غونډې د افغانستان لپاره هیڅ ګټه نه لري او له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغانانو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته نه کړي.

د اسلامي امارت ویاند،  ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «ځینې هېوادونه غواړي چې ځینې پخوانی سوې څېرې بېرته راژوندۍ کړي او فتنه رامنځته کړي چې دا یو نیک ګام نه دی. موږ روسیې ته خپل اعتراض هم کړی دی، دوی باید د نورو په چارو کې لاسوهنه و نه کړي.»

دغه یوه ورځنۍ غونډه په مسکو کې د عدالت ګوند د عدالت نړۍ د انسټیټوټ له لوري جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه