Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چمن کې روان پرلت، سپین بولدک کې افغان سوداګر زیانمن کړي

چمن کې د پنج شنبې (لېندۍ دوېیمه) په ورځ هم د سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ نه منلو په غبرګون کې پرلت روان وو.

هلته پرلت کوونکو د روان کال د نومبر میاشتې په شلمه نېټه د سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ نه منلو په غبرګون کې ټولې لارې تړلې دي.

چمن کې پرلت کوونکي، غوث الله و ویل: «چې زموږ بارډر خلاص نه شي، چې زموږ تګ راتګ خلاص نه شي چې کومه د پاسپورټ خبره ده، تر هغې چې دا خبره نه وي اخیستل شوې.»

د پکتيا اوسېدونکي، انور په دې اړه و ویل: «پاسپورټ خو په یو ځای کې هم نشته، چې ګاونډي ملکونه وي نو د پاسپورټ ضرورت نشته، یوازې تذکره بس ده.»

چمن کې د لارې بندېدو له امله، د سپین بولدک له لارې د صادراتو او وارداتو بهیر هم په ټپه درېدلی دی او له امله یې هره ورځ افغان سوداګرو ته نږدې یو میلیون ډالر زیان اوړي.

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد شفیق اڅکزي طلوع نیوز ته و ویل: «زموږ د ورځې له ۶۰۰ زره تر یو میلیون ډالر په ډیمرج او ډیټینشن کې پر موږ تاوان راځي، په دې کانټینرونو کې داسې مالونه هم شته چې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.»

بلخوا د سپین بولدک ولسوالۍ د کډوالو د ثبت او معلوماتو آمر طلوع نیوز ته ویلي، چمن کې د لارې د بندېدو له امله د راستنېدونکو کډوالو شمېر پنځوس سلنه کم شوی دی.

د سپين بولدک ولسوالۍ د کډوالو د ثبت او معلوماتو آمر، عبداللطیف حکیمي و ویل: «دا چې پاکستان کې لارې بندې دي او یا د پرلت له امله هلته امنیتي ستونزې دي، نو د کډوالو د راتګ پر شمېر یې هم اغیز کړی او پنځوس سلنه کم شوی دی.»

چمن کې څه باندي يوه مياشت وړاندي ځايي اوسېدونکو له دې امله پرلت پېل کړ، چې د پاکستان حکومت پر سپين بولدک دروازه پر پاسپورټ تګ راتګ جبري کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه