Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ستانکزي له پاکستان مېشتو افغان پانګوالو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، لوګر کې د سوېل ختیځ زون په کچه د پانګونې فرصتونو او ننګونو تر سرلیک لاندې غونډه کې له افغان پانګوالو غوښتي چې هېواد ته راشي.

شیر محمد عباس ستانکزي ویلي چې زده کړې پر هر نارینه او ښځه فرض دي او د هېواد پرمختګ یوازې د زده کړو له لارې شونی دی.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال، شیرمحمد عباس ستانکزی څرګنده و ویل: «اوس خو داسې وایي چې غیرقانوني کډوال دې ووځي خو د دوی پلان همدا دی چې په کم وخت کې ټول مهاجرین را وباسي. نو زموږغوښتنه هغو وروڼو ته چې پاکستان حکومت ته لسګونه میلیونه ډالر مالیه ورکوي او هلته یې لویې پانګونې کړي دي دا دی چې خپل هېواد ته راشي.»

د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل:«د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د سکټوري وزارتونو او له ډلې یې د اقتصاد وزارت ټوله هڅه دا ده چې ملي او نړۍوالو موسسو ته اسانتیاوې برابرې شي.»

په دې ناسته کې د ځینې پانګوالو له سرپرست حکومته غوښتي، چې د دوی پر وړاندې پرتو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د پانګونې په برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د افغانستان د سواګرۍ او پانګونې خونې سرپرست، محمدیونس مومند و ویل: «موږ غواړو چې موږ لپاره اسانتیا رامنځته شي، په خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر کې باید صنعتي پارکونه ولرو.»

د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، حسیب الله ګردیزي و ویل:« موږ د پکتیا د ډنډې پټان له لارې پاکستان ته د نږدې  ۲۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي واستوو. موږ غواړو چې زموږ دا لار ټرانزیټي شي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دغه غونډه کې، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل غوښتي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال، شیر محمد عباس ستانکزي و ویل: «علم مطلق فرض دی، په نر و ښځو باندې فرض دی. د پوهنتونونو، مکاتبو او مدارسو دروازې اوس هم پرانیستې دي، له اړوند مسوولینو زموږ غوښتنه ده چې څومره زر چې کولی شي نوره هم د زده کړو زمینه مساعده کړي.»

د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال داسې مهال په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو پر پرانیستو ټینګار کوي، چې د څه باندې ۸۰۰ ورځو راهیسې د نجونې پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې او همداراز یو کال کېږي، چې نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم تړلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه