په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګري وایي، هغه نجلۍ یې له بنده ازاده کړې چې څه موده وړاندې د یو پاکستاني پوځي له لوري برمته شوې وه.
عبدالجبار تخاري زیاتوي، د سند ایالت په همکارۍ یې دغه پاکستانی پوځي نېولی او بندي کړی دی.
هغه ټینګار کوي چې دغه کار په شخصي بڼه د دغه کس له لوري شوی دی.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل، عبدالجبار تخاري طلوع نیوز ته و ویل: «د اسلامي امارت کونسلګرۍ دا پېښه د سند له حکومت سره شرېکه کړه، د سند حکومت پر وخت اقدام وکړ او مجرم یې ونېوه او زندان ته یې وچاوه. دا د هغه شخص یو شخصي عمل و.»
ځینې افغان کډوال وايي، اوس هم پاکستاني پولیس له قانوني او ناقانونه کډوالو سره بد چلند کوي.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال، نذیر و ویل: «د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې هغه افغان کډوال هم نېول کیږي چې پي او آر او اې سي سي کارتونه ورسره وي او بیا د پولیسو لخوا د پیسو په بدل کې خوشې کیږي.»
پاکستان کې بل مېشت افغان کډوال، ملک مجاهد شېنواري و ویل: «په پنجاب ایالت کې د کارتونو درلودونکي کسان هم نېول کیږي او هغوی بیا خیبر پښتونخوا ته ارخي او دلته مېشت کیږي.»
اخوا، د کډوالو د حقونو په چارو کې ځینې فعالان وايي، د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ کوربه هېواد د کډوالو د امنیت ساتنې مسوولیت لري او هغوی باید و نه ځورول شي.
د کډوالو د حقونو په چارو کې فعال، محمد خان طلبي و ویل: «له متخلفینو سره باید د نورو خلکو په څېر د قانون پر بنسټ عمل وکړي او باید خپل حقونه ورکړ شي.»
د پاکستان د لنډمهالي حکومت له لوري له ورکړ شوي ضرب الاجل وروسته، د تیرې نږدې یوې میاشتې په ترڅ کې څه باندې څلور سوه زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي.