د کورني او بهرني سیاست د تنظیم دنده د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال پرځای د بهرنیو چارو سرپرست ته ورکړ شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند طلوع نیوز ته ویلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دغه مسوولیت له دې وروسته د لنډمهال لپاره امیرخان متقي ترسره کوي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد: «د بهرنیو چارو وزیر ته دوه موارده سپارل شوي وو چې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ تعقیب کړي او د ارزونې لپاره یې واستوي او بله ده چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیالۍ چارې د هغه د دفتر رییس پر مخ بیایي.»
نږدې درې میاشتې کیږي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي امارت په هېڅ یوې غونډه کې ګډون نه دی کړی او د هېوادونو له استازو او د اسلامي امارت له چارواکو سره د هغه د کتنو کوم تصویر هم نه دی خپور شوی.
د ریاست الورزاء د سیاسي معاونیت د مطبوعاتو او تشریفاتو عمومي رییس، حسن حقیار: «د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي صېب کبیر څه موده کیږي چې ناروغ دی، او د ناروغۍ له کبله دندې ته هم نه راځي. اوس یې روغتیا د ډاډ وړ ده او هیله ده چې نږدې ورځو کې هېواد ته راوګرځي خو لا هم حکومت ته سلا مشورې ورکوي.»
بلخوا، د سیاسي چارو ځيني شنونکي د سرپرست حکومت په غونډو کې د اسلامي امارت د مشرانو حضور مهم بولي او وایي چې اسلامي امارت باید د اسلامي امارت د چارواکو د حضور او نه حضور په تړاو وضاحت ورکړي.
کامران امان
د سیاسي چارو شنونکي، کامران امان و ویل: « دې چارې د ملت اندېښنه زیاته کړې او ملت په دې اړه وضاحت غواړي، حکومت باید دا ډول ډیری مسایل له ملت سره شریک کړي.»
د سیاسي چارو شنونکي، نجیب الله شمال: « څه موده کیږي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د څه مودې راهیسې په غونډه کې نشته، د پوښتنې وړ خبره ده او د د بې باورۍ فضا یې رامنځته کړې ده.»
د مولوي عبدالکبیر وروستۍ کتنه د سپټمبر پر څلورمه د ترکیې له مخکیني سفیر سره وه، چې تر هغې وروسته یې له کوم چا سره په رسمي توګه نه دي کتلي.
په دې اړه مو اندونه