د کابینې په غونډو کې د اسلامي امارت د رییس الوزرا محمد حسن اخوند نشتون پوښتنې راپارولي.
د ارګ د پاڼې په تړاو چې تر دې وړاندې یې د محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې د غونډو خبرونه خپرول، د طلوع نیوز ارزونې ښیي چې نږدې دوه میاشتې کیږي، چې د اسلامي امارت د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې د هېڅ غونډې خبر نه دی خپور شوی.
په داسې حال کې چې له کندهاره د اسلامي امارت د رییس الوزرا له بېرته راستنېدو څه باندې څلور میاشتې تېریږي خو تر اوسه د اسلامي امارت د کابینې په غونډو او لویو غونډو کې د اسلامي امارت د دغه جګپوړي چارواکي د شتون هیڅ تصویر نه دی خپور شوی.
خو د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي چې د اسلامي امارت رییس الوزرا هره اوونۍ د کابینې په غونډو کې شتون لري.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: «معمولاً موږ هره دوشنبه په کابل کې د کابینې غونډه لرو او هغه رییس الوزرا دایروي او څاري یې. دغه ناسته چې ترسره شوه په کندهار کې وه او نورې ناستې به په کابل کې ترسره کیږي او رییس الوزرا به هم په کې شتون ولري.»
د سیاسي چارو ځينې شنونکي د کابینې د غونډو جوړېدل او په دغو غونډو کې د رییس الوزرا حضور د هېواد د ستونزو د هواري لپاره مهم بولي.
د سیاسي چارو شنونکي، محمد سلیم پیگیر څرګنده کړه: «د کابینې ناستې باید د پلان له مخې هر سهار ترسره شي او د رییس الوزرا شتون په کې مهم ده ترڅو د کابینې مشري وکړي.»
د سیاسي چارو یو بل شنونکي واحد فقیري هم وویل: « دکابینې په ناسته کې په عمومي ډول د ملي او مهمو مسلو په اړه خبرې کیږي او ټول مشران، وزیران او رییس الوزرا هم په کې حضور لري.»
چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت رییس الوزرا د روان میلادي کال د نومبر په درېيمه په یوه ویډيو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر وړاندې غبرګون وښود او د کابینې وروستۍ غونډه په کندهار کې د اسلامي امارت د رهبر په مشرۍ د لړم میاشتې پر نهه ویشتمې جوړه شوه.