Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بې روزګاري؛ د ښځینه خبریلانو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو بنسټ وایي بې روزګاري، مالوماتو ته نه لاسرسۍ او د کار او رواني امنیت نه شتونه د دوی پر وړاندې تر ټولو لویې ستونزې دي.

یاد بنسټ په خپله دوه کلنه سروې کې ویلي، چې د دې سروې ۴۵ سلنه ګډونوالې بې روزګاري او په کور کېناستل د دوی پر وړاندې ستر خنډونه ګڼي.

د افغان ښځينه خبریالانو د بنسټ مسوولې، مینې حبیب و ویل: « د شته ننګونو په برخه کې، د سروې ۴۵ سلنه ګډونوالې په دې باور دي چې بې روزګاري د ښځینه خبریالانو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده. ۵ سلنه یې د خبریالانو بیوزلۍ لامل یاداوه او لس سلنه هغوی یې ویل چې مالوماتو ته نه لاسرسۍ د ښځینه خبریالانو لویه ستونزه ده.»

 بلخوا، په دغه پروګرام کې  د رسنیو او خبریالانو یو شمېر ملاتړي بنسټونه له ښځینه خبریالانو د اسلامي امارت د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه کوي.

د افغانستان د رسنیز فډراسیون د پلاوي غړي، تاج محمداحمدزاده و ویل: « له اسلامي امارته غواړو چې له ښځو سره مرسته وکړي او ترڅو زده کړې ترلاسه کړي، خپل مسلک تر لاسه کړي او هر ډول مادي او معنوي اسانتیاوې ورته برابرې کړي.»

 خو یو شمېر ښځینه خبریالانې بیا وايي، چې په رسنیو کې د دوی لپاره کاري شرایط ډېر ستونزمن شوي دي.

دغه خبریالانې زیاتوي، چې د ښځینه خبریالانو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د نارینه وو پرتله ډېر محدود دی او په ډېرو خبري کنفرانسونو کې له دوی سره دوه ګونی چلند کیږي.

خبریالې، هاجر جعفري و ویل: « په ډیریو کنفرانسونو کې چې کله ښځینه خبریالانې ور بلل کیږي او کله چې موږ ورځو له دوه ګوني چلن سره مخامخ کیږي، امنیتي ځواکونه مو کنفرانسونو ته نه پریږدي.»

بلې خبریالې، مریم مددي و ویل: «د نارینه خبریالانو پر وړاندې، ښځینه خبریالانې له ډیریو ستونزو او ننګونو سره مخ دي. هره خبري غونډه چې کیږي ښځینه خبریالانې سم مالومات نشي ترلاسه کولی.»

که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو تر وړاندې یې ویلي چې د اسلامي شریعت په اډانه کې د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین، مهاجر فراهي طلوع نیوز ته و ویل: «موږ تل ویلي چې هره اداره خپل ویاند لري  او دوی کولی شي همالته مراجعه وکړي. که په دې برخه کې کومه ستونزه وي بیا یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خدمت کې دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې ویلي وو، چې د روان کال له پیلېدو راهیسې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي نږدې یو سلو لس پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه