Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو د نیوکو دوام

د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فډراسیون د یوه لیک په ترڅ کې له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له غیر دولتي بنسټونو غوښتي چې، له پاکستانه د افغان کډوال د ایستلو مخه ونیسي.

په دغه لیک کې ویل شوي، چې پاکستان باید له دغه هېواده د مدني فعالانو، د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، د مدني ټولنې د استازو، پخوانيو پوځیانو او یو شمېر نورو هغو کسانو له اېستلو ډډه وکړي، چې له ګواښ سره مخ دي.

دغه بنسټ دغه راز د افغانانو لپاره د پاکستان د ویزې د مودې غځولو پر اوږده بهیر او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا د هغوی د دوسیو پر نه څېړلو هم نیوکه کړې د.

په پاکستان کې افغان کډوال، احسان خان وایي: « ملګري ملتونه او یواین اچ سي ار مسوولیت نه مني»

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل وايي، دوی هڅه کوي چې په پاکستان کې د قانوني لرونکو کډوالو ستونزې حل کړي.

د پاکستان په کراچۍ کې د اسلامي امارت کونسل، عبدالجبار تخاری په دې اړه وویل: «هغه ستونزې چې قانوني اسناد لرونکي افغانان لري، موږ کوښښ کړی چې د سند له حکومت سره اړیکه ونیسو تر څو د قانوني افغانانو ستونزې کمې شي.»
      
ځینې هغه افغان کډوال چې تازه له پاکستانه راستانه شوي، د ژمي راتلو ته اندېښمن دي.

بي بي نازو چې د خپلې کورنۍ له لسو غړو سره تر يوې خېمې لاندې ژوند کوي وايي، تر اوسه يې لس زره افغانۍ ترلاسه کړي او له سرپرست حکومت او مرستندويه بنسټونو د نورو مرستو غوښتنه کوي.
    
له پاکستانه اېستل شوې، بي بي نازو وویل: « افغانان په بندخونو کې ساتي. زموږ ماشومان په کورونو کې وو او له ډېرو سختیو سره مخ وو.»

له پاکستانه یو بل اېستل شوي، عبید الله هم څرګنده کړه « په پوله کې یې زما سره یې یواځې لس زره مرسته کړې او دیارلس نفره ډوډۍ خواره لرم.»

تر دې وړاندې د پاکستان لنډمهالي حکومت ویلي وو، چې له دغه هېواده د ایستل شویو کډوالو ۹۹ سلنه افغانان دي او ټینګار یې کړی و چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر به تر راتلونکې یوې میاشتې بشپړ شي.

شریک یي کړئ