د خوړو نړۍوال پروګرام په راتلونکو شپږو میاشتو کې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۸۴۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
دوی په خپل تازه راپور کې ویلي، چې یوازې د روان کال په اکټوبر میاشت کې د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې له څلور میلیونه او څلور سوه زره کسانو سره مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام لیکلي: «د روان کال په اکټور میاشت کې د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې له ۴.۴ میلیونه تنو سره د بېړنيو خوراکي توکو، نغدو پيسو، تغذیې او د هغوی ژوند د ملاتړ په برخو کې مرسته کړې ده. دغه راز د خوړو نړۍوال پروګرام په خپلو بېلابېلو پروګرامونو کې ۲۴ زره او ۶۹۱مټریک ټنه غیر نغدي مرسته پر خلکو وېشلې او د ۸.۳ میلیونه ډالرو معادل پیسې یې په نغدي توګه پر خلکو وېشلي دي.»
د خوړو د نړۍوال پروګرام د اړیکو مسوول، ضیاالدین صافي و ویل: «د خوړو نړۍوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې څخه تر سپټمبر میاشت له ۱۷.۲ میلیونه کسانو سره د ۴۸۸ مټریک ټنه خوراکي توکو او ۱۴۹ میلیون ډالرو نغدو پیسو په مرسته کمکونه رسولي دي. په مرسته شویو کسانو کې ۸.۶ میلیونه ښځې او ۹.۹ میلیونه ماشومان شامل دي.»
بلخوا، د پلازمېنې د یو شمېر اوسېدونکو غوښتنه دا ده، چې مرستې دې پر خلکو په رڼه توګه ووېشل شي.
د کابل اوسېدونکي، زمري و ویل: «تر اوسه چې موږ دلته یو هیڅ مرسته راسره نه ده شوې، له همدې پنځوسو او سلو افغانیو سره کورونو ته ځو.»
بل پلو، اسلامي امارت وايي، له مرستندویه موسسو سره په همغږۍ هڅه کوي، چې په هېواد کې اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي او د اقتصادي ودې په موخه باید اړتیا ده چې مرستې تر ډېره په پراختیایي برخو کې ولګول شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: «زموږ هڅه دا ده چې دا مرستې په پرمختیایي برخو کې وشي او له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان په بنسټیزو او پرمختیایي برخو کې د افغانانو ملاتړ وکړي.»
اقتصادي شنونکي، عبدالظهور مدبر و ویل: «افغانستان اوس له اقتصادي ناورین سره مخ دی نو په هر کچه چې بشري مرستې کیږي هومره به اقتصادي پیاوړی شي.»
تر دې وړاندې د امریکا د سولې انسټیټیوټ د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو د نړۍوال بانک د وروستیو راپورونو په څېړلو سره ویلي وو، چې د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ دی او لاهم افغانستان ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په دې اړه مو اندونه