Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات یوولسمه امنیتي غونډه نن په تاجکستان کې پیل شوه

د افغانستان د حالاتو د ارزونې په موخه د هرات یوولسمه امنیتي غونډه د"د  افغانستان بیا کتنه، مختلفې حل لارې" تر نامه لاندې نن (دوشنبه) د تاجکستان په پلازمېنه کې جوړه شوه.

په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې د افغانستان د اوسني وضعیت او راتلونکي په تړاو جوړه شوې، د طالبانو د مخالفو څېرو ترڅنګ د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو ۱۵۰ استازو ګډون وکړ.

د غونډې په لومړۍ ورځ ګډون کوونکو د افغانستان پر سیاسي، امنیتي، د ښځو پر وضعیت او د مرستو پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې. ځینو یې د افغانستان په اړه د نړۍ پر بېلابېلو لیدلورو نیوکې وکړې.

د ملي امنیت پخواني رییس، رحمت الله نبیل وویل: «اوس مهال نړۍواله ټولنه او د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه له درېو کمښتونو سره مخ ده. یو د وضاحت کمښت، بل د لرلید او په پای کې د اجماع کمښت دی. ځينې هېوادونه د افغانستان وضعیت تورې تیارې ته ورته، ځينې نور یې د سپینې حلقې او ځينې بیا اوسنی وضعیت یو فرصت بولي.»

د القاعدې/طالبانو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ډلې رییس، ایستر زبیري وویل: « د یوناما په راپور کې دا څرګنده شوې وه چې د سیمه ییزې سټراټيژيکې همغږۍ نشتوالی یوه حیاتي موضوع ده او موږ ګورو چې ګاونډي او د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان په تړاو بېلابېل دریځونه لري.»

د دغې غونډې په دویمه برخه کې ګډون کوونکو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض ته په اشاره، د ښځو د وضعیت د بدلون لپاره د عملي ګامونو د اخیستو غوښتنه کړې. 

په ناروې د افغانستان پخوانۍ سفیرې، شکریې بارکزۍ څرګنده کړه: «د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي داسې راپورونه خپروي چې له یوې خوا زموږ په ټپونو مالګه دوړوي او له بلې خوا غواړي جنسیتي تبعیض هغه څه چې تر اوسه یې هم د حقوقو د جزا په علم کې خپل بشپړ او معتبر تعریف نه دې پیداکړې په افغانستان کې معرفي کوي.»

د پاکستان د پخوانۍ پارلمان غړې، بشرا ګوهر هم وویل: «موږ باید د دوی مېړانه ومنو، ځکه هغوی یوازې د ځان لپاره نه جنګیږي بلکې هغوی په سیمه او له سیمې د باندې هم د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.»

دا دویم ځل دی چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د هرات امنیتي غونډه جوړیږي. خو اسلامي امارت تر دې مهاله د دغې غونډې په تړاو څه نه دي ویلي.

د غونډې په لومړۍ ورځ ګډون کوونکو د افغانستان پر سیاسي، امنیتي، د ښځو پر وضعیت او د مرستو پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه