Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرپرست حکومت په کابینه کې بدلونونه

د اسلامي امارت د چارواکو د ګمارنو او په بدلونونو په دوام ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د یوه فرمان پر بنسټ د هېواد د درېیو ولایتونو والیان او د ځینو ولایتونو امنیه قومندانان تغییر او تبدیل شوي دي.

د دغه فرمان له مخې، د دایکندي پخوانی والي محمد امان عبید د کابل د والي په توګه، د کابل پخوانی والي محمد قاسم خالد د نیمروز د والي په توګه، د نیمروز پخوانی والي نجیب الله رفیع د دایکندي د والي په توګه، د میدان وردګو پخوانی امنیه قومندان محمد شریف حلیمي د پکتیکا ولایت د امنیه قومندان په توګه او د همدې ولایت مخکینی امنیه قومندان عبدالقیوم هلال د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په کابینه کې د بدلونونو په اړه طلوع نیوز ته وویل: « دغه بدلون په ولایتونو کې د خدمتونو ښه کېدو لپاره راغلی دی او په حکومتولۍ کې ادلون - بدلون یو اصل او یو عادي بهیر دی. ځیني وخت د اړتیاوو په اساس د حکومت په بدنه کې تغییرات راځي.»

ورته مهال، د سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې په حکومت کې  باید د وړتیا له مخې ګمارنه وشي.

د سیاسي چارو شنونکی، سید اکبر آغا په دې اړه وویل: « دا بدلونونه له لومړي سره په اسلامي امارت کې و ، او دا په دې مانا نه دی چې د دغو تغییر شویو چارواکو په کارونو کې نېمګړتیاوې وي، بلکې دا اقدام د دې لپاره ترسره کېږي، چې خلک او مسوولین په دې پوه شي چې دا منصب نه دی، بلکې خدمت دی.»

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني هم وویل: « په اسلامي امارت کې د چارواکو ادلون بدلون د تېر لپاره یو الهام دی، ځکه په تېر کې یو والي چا بدلولی نه شو او اړتیا ده چې کار اهل کار ته وسپارل شي، ځکه مسلکيتوب او ښایسته سالارې د هېواد په ابادۍ کې ښه رول لوبولی شي.»

 تر دې وړاندې هم د اوسني سرپرست حکومت د کابینې غړي او د هېواد نور مرکزي او ولایتي چارواکي د اسلامي امارت د مشرتابه د بېلابېلو فرمانونو پر اساس تغییر او تبدیل شوي دي.

د سرپرست حکومت په کابینه کې بدلونونه

د سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې په حکومت کې  باید د وړتیا له مخې ګمارنه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه