د هرات د یوولسمې امنیتي غونډې په دویمه ورځ ګډونوالو د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د سیمه ییزې اجماع پر اهمیت ټینګار وکړ.
د دغې غونډې په وروستۍ ورځ سيمه ييزه اجماع، ملي خبرې اترې او د ګډې ژبې پیاوړتیا باندې خبرې اترې شوي.
په روسیه کې د افغانستان پخواني سفیر، سید طیب جواد وویل: « موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې فضا داسې ده چې د سیمې د هېوادونو پام د اوکراین د مسلې او د منځني ختیځ د موضوع له امله وېشل شوی دی، نو دې مسلې په سیمه کې همغږي له ننګونو سره مخ کړې ده.»
د روسیې د سي آی اېس موسسې رییس، ولدمیر اوسیف هم وویل: «روسیه په یوازې توګه د افغانستان ستونزه نه شي حل کولای، روسیه هڅه کوي چې له سیمه ییزې همغږۍ په استفادې په افغانستان کې کړکېچ حل کړي، ځکه چې بې ثباته افغانستان زموږ لپاره ننګونه ده.»
په افغانستان کې د بریتانیا پخواني سفیر، نیکولاس کی، څرګنده کړه: « دا غیر واقعبینانه ده چې د بشپړ یووالي غوښتنه وکړو، خو د افغانانو لپاره واقعبینانه ده چې د راتلونکي لپاره په کافي اندازه ګډ لرلید ولري.»
د ای اېس ای پخواني مشر، اسد دراني په دغه غونډه کې وویل: «که نن زموږ هېوادونه ایران، هند یا پاکستان د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره طالبانو ته د همکارۍ وړاندیز کوي، لامل یې دا دی چې داعش زموږ د درې واړو ګډ دښمن دی، نو ښکاره ده چې موږ په ګډه کار کولای شو، موږ باید خپلو استخباراتي وړتیاوو ته په کمه سترګه ونه ګورو.»
اسلامي امارت تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي. خو د سیاسي چارو ځینې شنونکي د دغه راز غونډو د اهميت په تړاو داسې نظرونه لري.
د سیاسي چارو شنونکي، واحد فقیري هم په دې اړه وویل: « طالبان باید یا اصلاحات ومني او یا دې په راتلونکي کې لا نورو مخالفتونو ته ځان چمتو کړي.»
د هرات یوولسمه امنیتي غونډه د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه ښار کې د اسلامي امارت د مخالفو څېرو په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو تر منځ د دوه ورځو خبر اترو وروسته نن (سه شنبه) پای ته ورسېده.
په دې اړه مو اندونه