د بښنې نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې.
د بښنې نړۍوال سازمان په دغه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض پای ته رسولو غوښتنه کوي او زیاتوي چې طالبانو په دې تړاو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
په سویلي اسیا کې د بښنې نړۍوال سازمان څېړونکي، زمان سلطاني طلوع نیوز ته وویل: « موږ شاهدان یو چې د هر ډول مظاهرو مخه نیول کیږي او مظاهره کوونکي په ناحقه بندیان او ځورول کیږي،»
له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ کوونکې اداره یا اوچا هم په افغانستان کې د ښځو د حقونو څخه پر سرغړونې اندېښنه څرګنده کړې او افغانستان یې د ښځو لپاره په نړۍواله کچه له ننګونو ډک هېواد په توګه یاد کړی دی.
اوچا په خپره کړې اعلامیه کې ویلي: « اوس مهال، افغانستان د ښځو لپاره په نړۍواله کچه له ننګونو ډک هېواد دی. د ۲۰۲۱ زیږیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې خنډونه په شخصي او ټولیزه توګه د پام وړ زیات شوي دي.»
د ښځو د حقونو فعالې، تفسیر سیاه پوش وویل: « له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته رسېدنه وکړي، تړلې دروازې دې خلاصې کړي او هر هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو حق دی باید ورته رسېدنه وکړي.»
خو اسلامي امارت د دغو دواړو بنسټونو د اعلامیې په ردولو سره یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د افغان ښځو حقونه خوندي دي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: « افغانستان کې هر چاته خپل حقونه رسېدلي دي، او موږ اوس هم کوښښ کوو تر څو د خلکو حقونو ته رسېدنه وشي. دا اسلامي نظام دی د خلکو حقونه پېژني او خلکو ته یې د حقونو د ورکړې ژمنه کړې، دوی باید په دې اړه تشویش ونه کړي.»
ورته مهال، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د نومبر میاشتې له ۲۵مې (د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړۍوالې ورځې) راهیسې په ټوله نړۍ کې د ښځو د ملاتړ کمپاین پیل کړی چې د ډسمبر تر لسمې، د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې پورې به دوام وکړي.
په دې اړه مو اندونه