د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پر افغانستان د نړۍ د نا مشروع غوښتنو پر تحمیلولو نیوکه کړې ده.
ندا محمد ندیم د کابل د طبي پوهنتون د زده کړیالانو په فراغت غونډه کې وویل، نړۍ غواړي د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې د عنعناتو خلاف غوښتنې پر اسلامي امارت تحمیل کړي؛ خو په وینا یې دغه ډول غوښتنې به هېڅکله هم د اسلامي امارت له لوري ونه منل شي.
د لوړو زده کړو سرپرست، ندا محمد ندیم و ویل: «غواړي چې خپل فرمایشات پر موږ عملي کړي خو موږ د چا فرمایشاتو ته په هېڅ صورت کې چمتو نه یو. څه چې د دې مسلمانې طبقې، او د مسلمان غیرتمند قوم د دین او عنعناتو تقاضا ده هغه به په افغانستان کې تطبیق کیږي.»
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همداراز نړۍواله ټولنه او د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه پر دوه ګوني چلن تورنه کړې او زیاته کړې یې ده چې، دمګړۍ ټولو هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو په غزې تړانګه کې د جنایتونو په اړه چوپتیا غوره کړې ده.
د لوړو زده کړو سرپرست، ندا محمد ندیم و ویل: «دا بشردوستان چیرته دي؟، نن په دنیا کې څه روان دي؟، د مهاجرت په سلسله کې څه روان دي؟، د اشغال په سلسله کې له مسلمانانو سره څه روان دي؟، یوازې دومره وکړي چې خواشني څرګنده کړي. چیرته دی دا انصاف او عدالت؟»
د چارو ځینې شنونکي بیا له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې د چلن په اړه داسې وايي:
د سیاسي چارو شنونکي، امین الله احساس طلوع نیوز ته و ویل: «په اوس وخت کې نه اسلامي امارت دې ته چمتو دی چې د نړۍ غوښتنې ومني او نه هم نړۍوال دې ته چمتو دي چې د اسلامي امارت غوښتنې او ارزښتونه ومني.»
خو تر دې مخکې نړۍوالې ټولنې په وار وار په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو پر پرانېستې او همداراز د ښځو د حقونو پر رعایتېدو ټینګار کړی دی.