Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي هېوادونو علماوو پلاوی کابل ته راغلی دی

د ډاکټر علي قرداغي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د عالمانو یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته راغلی.

په پام کې ده چې د دیني علماوو دغه پلاوی، د اسلامي امارت له چارواکو سره د بیلابیلو مسایلو په تړاو په ځانګړې توګه له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه خبرې وکړي.

 د پلاوي مشر او په نړۍواله کچه د پېژندل شوي دیني عالم یوسف قرضاوي ځایناستي، ډاکټرعلي قرداغي و ویل: «موږ په افغانستان کې ښه کارونه ډير وینو، او ان شاالله دغه ناخوالې به پر برکتونو بدلې شي او باید پر الله (ج) توکل وکړو او په دې برخه کې ګام پورته کړو، له قطره باید مننه وکړو چې موږ ته یې دغه سفر برابر کړ.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست چې د دغه پلاوي هرکلي ته ورغلي وو ویلي، کابل ته د دغه پلاوي د راتګ یوه موخه افغان کډوالو ته د مرستو رسول دي.

خلیل الرحمن حقاني، له دغه پلاوي غواړي چې اسلامي هېوادونه و هڅوي څو له افغانستان سره خپلې بشرپالې مرستې لا زیاتې کړي.
 
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، خلیل الرحمن حقاني و ویل: «اړتیا ده چې دا ډول د علماوو سفرونه راتلوکې کې هم وشي او په ټولو هېوادونو کې د بشري مرستو راجلبولو لپاره کمپاین وکړي.»

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال، ارسلاخان خروټي و ویل: «د علماوو پلاوی چې له قطر څخه دلته راغلی دی، غواړي چې په دغه حالاتو او شرایطو کې له افغان مشرانو سره ناستې وکړي.»

تر دې مخکې هم د ترکیې د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته راغلی و چې د زده کړو د څرنګوالي او په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو په تړاو یې خبرې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه