Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پټه ناسته وشوه

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي خپلواک رپوټ او ارزونه د سه شنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د سویس دایمي استازولۍ ویلي، چې په دې ارزونه کې د ټولنې په ټولو برخو کې افغان نجونو او ښځو ته د ونډې پر ورکړې ټینګار شوی دی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د مالتا دایمي استازولۍ لیکلي: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۶۷۹ پریکړه لیک له مخې، د مالتا جمهوریت په دغه خصوصي غونډه کې د افغانستان اوسني وضعیت ته د رسېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د خپلواک راپور په اړه د بحث په موخه ګډون وکړ. موږ په دغه غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو د نقض په ګډون د څو مسایلو په تړاو خپلې اندیښنې شریکې کړې.»

د پوهنتون استاد، عبدالجبار اکبري طلوع نیوز ته و ویل: «د دې پر ځای چې نړۍ تل د افغانستان په اړه اندېښنې ښیي ښه به دا وي چې له اسلامي امارت سره کېني او مخامخ پر ناندریزو مسایلو خبرې وکړي او اسلامي امارت هم باید په دې پوه شي چې د ښځو منزوي کول د هېواد اقتصاد ته لویه ضربه رسوي.»

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سویس دایمي استازولۍ لیکلي: «د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینرلي اوغلو، امنیت شورا ته وویل، چې دغې شورا د  افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې په تړاو یوه ځانګړې غونډه ترسره کړه، د ژوند په ټولو برخو کې د افغان نجونو او ښځو فعاله ونډه د افغانستان د راتلونکي لپاره بنسټيز شرط دی.»

اسلامي امارت بیا د فریدون سینرلي اوغلو د وړاندي کړي راپور په تړاو داسې لیدلوری لري.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «زموږ باور دا دی چې د افغانستان وضعیت مثبت تغییر کړی دی او دا وضعیت باید د ستاینې وړ وي او لا وهڅول شي چې لا غوره شي او د امنیت، پرمختګ، ثبات او لاسته راوړنو پر وړاندې دې ګواښونه نه پېښیږي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، که دغه راپور د ټولنې د واقعیتونو پر بنسټ لیکل شوی وي، نو د افغانستان ډيری ستونزو به ورسره حل شي.

«سینري اوغلو چې د افغانستان په اړه راپور لیکلی او ملګرو ملتونو ته یې ورکړی دی، که اسلامي امارت ورته مثبته او عملي توجه وکړي زموږ هېواد به له لویو ستونزو خلاص شي.»

تر دې مخکې، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي غوښتي وو چې خپل راپورونه دې د افغانستان د رښتیني وضعیت پر بنسټ ترتیب او وړاندې کړي.

شریک یي کړئ