Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حقاني: د افغانستان واک د عالمانو په لاس کې دی، لومړیتوبونه ښه پېژني

د ډاکټر علي قره داغي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو پلاوي د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني ویلي، چې په هېواد کې واک د علماوو په لاس کې دی او علما د د هېواد لومړیتوبونه ښه درک کولای شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع: «اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې له مخدرو توکو سره د مبارزې، د روږدو درملنه، له فساد سره مبارزې، د امنیت تامین او د اقتصادي ودې او ټیکاو برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلي دي.»

د سیاسي چارو شنونکي پر دې باور دی، چې  د اسلامي هېوادونو د پلاوو دا تګ راتګ د هېواد د ځينو ستونزو پر هواري ښه اغېز کولای شي.

سیاسي شنونکي، خلیل احمد نادم و ویل: «دا د ملګرو ملتونو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې افغانستان ته توجه ولري او د اوسني دولت مشرتابه د دې ته چمتو کړي چې خبرو ته غوږ کیږدي او زما په اند د عالمانو دا راتګ به اغیزمن وي.»

د سیاسي چارو شنونکي، سید جواد سجادي و ویل: «د اسلامي امارت له چارواکو سره د دوی لیدنې به فکر نه کوم چې د طالبانو په کړنو کې بدلون راولي یا یوه نوې فضا پرانیزي.»

تر دې وړاندې د دیني عالمانو پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له افغانستانه د اسلامي هېوادونو د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه