Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې ۱۲۰ تنه د دیني او عصري زده کړو له دارالعلوم څخه فارغ شول

په کابل کې د امام ابوحنیفه دارالعلوم د دولسم او څوارلسم ټولګیو څخه شاوخوا ۱۲۰ تنه فارغ شول.

د پوهنې وزارت سرپرست چې په دې فراغت غونډه کې ګډون کړی و ویلي، په هېواد کې د تېر په پرتله مدرسې ډېرې شوي خو د زده کړو کیفیت یې کمزوری شوی دی چې دا یې ننګونه بللې ده.

د پوهنې وزارت سرپرست، حبیب الله اغا و ویل: «اوس دا علم ورځ تر بلې بې کیفیته کیږي، سره د دې چې د کمیت له اړخه علم غني دی، په تېر کې داسې وخت هم چې طالب به کتاب نشو پیدا کولی.»

په ورته وخت کې د امام ابوحنیفه دارالعلوم مسوولین په مدرسو کې د کیفیت پر ښه والي ټینګار کوي او وايي، چې په دغه دارالعلوم کې نه یوازې دیني علوم، بلکې عصري علوم هم تدریس کېږي.

د امام ابوحنیفه دارالعلوم آمر، عبدالحی و ویل: «زموږ په دارالعلوم کې یوازې دیني علوم نه بلکې عصري علوم هم تدریس کیږي که هغه انګلسي، کمپیوټر، سیاینس یا کیمیا وي.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري رییس، کلیم الله افغان و ویل: «له دې وروسته نور علم ته ستاسو دروازه پرانیستل کیږي، له دې وروسته به تاسو ډېره مطالعه کوی، له دې وروسته به مسلکیت او مهارت په ځان کې راولی.»

د دولسم او څوارلسم ټولګیو یو شمېر فارغان هم له اسلامي امارت غواړي، چې دوی ته په هېواد کې د کار زمینه برابره کړي.

یو فارغ شوي و ویل: «یوازې علم دی چې د یو عالم او جاهل ترمنځ توپیر پرې کیږي.»

د مسوولینو د مالوماتو له مخې، د امام ابوحنیفه دارالعلوم بنسټ په ۱۳۲۳ لمریز کال کې د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې ایښودل شوی، چې دا مهال په کې څه باندې ۴ زره کسان دیني او عصري زده کړې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه