Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېواده بهر د ا.ا د مخالفینو پر ناستو د عباس ستانکزي نیوکې

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په بهر کې د اسلامي امارت د مخالفینو پر غونډو نیوکې کوي 

ښاغلی ستانکزی د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو په فراغت غونډه کې زیاتوي چې دغه ډول غونډې د اسلامي امارت د کمزوري کولو لپاره ترسره کیږي. 

هغه زیاتوي چې، په افغانستان کې د اسلامي حکومت شتون د بهرنیو دښمنانو په ګټه نه دی، له همدې امله هڅه کیږي چې د افغانستان ستونزې لویې وښودل شي. 
                           
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزي وویل: « په ګاونډیو هېوادونو کې غیر قانوني ناستې، د هېواد، نظام او زموږ د ځواکونو د کمزوري کولو په موخه ترسره کیږي.»   

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په خبره د نړۍ مسلمانانو خپلې هیلې د اسلامي امارت په ځواکونو پورې تړلې دي. 
هغه دغه راز د اسلامي امارت له ځواکونو غواړي چې جبهه يي جګړو ته هم چمتووالی ولري.

عباس ستانکزی زیاتوي: « پرون موږ په چریکي جګړو کې بوخت وو، اوس باید جبهه یي جګړو ته تیاری ونیسو، نن باید موږ د دښمن پر وړاندې ځان جبهه یې جګړو ته چمتو کړو.»

د سیاسي چارو شنونکي، واحد فقیري وویل:« د دې لپاره باید اسلامي امارت د مسلکي حکومت په رامنځ ته کولو سره ځینې اصلاحات راولي، د ښځو حقونو، اقلیتونو، او د افغانانو بشري حقونو، ته دې درناوې وکړي او د نړۍوالې ټولنې منل شويو نورمونو ته دې پام  وکړي تر څو مخالفینو ته هیڅ دلیل پاتې نه شي.»

له بلې خوا، د سیاسي چارو ځینې شنونکي له سرپرست حکومته غواړي چې حکومت د مخالفینو سره د ځینو ستونزو د هواري په موخه دې خبرو ته مخه کړي.

د سیاسي چارو شنونکي، سید هاشم جواد بلخابي وویل: « په هېڅ هېواد کې د عامو او خاصو خلکو نظرونه یو شان نه وي، د حل لاره تعامل او د یو بل منل دي، د هېواد او خلکو د راتلونکي لپاره صبر او حوصله ده.»

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د اسلامي امارت د مشر له خوا عمومي بښنې ته په اشارې سره يوځل بيا د تير حکومت له سياسي څېرو وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه