د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې روانه میلادي میاشت کې به د افغانستان د وضعیت په اړه یوه ناسته وکړي.
دغه ناسته به د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتونبایوا په شتون، د بشري مرستو د جلب او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه ترسره شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي:« ټاکل شوې ده، چې شورا د څارنې ټیم ماموریت چې په ۱۹۸۸ کال کې د افغانستان د بندیزونو له کمیټې سره مرسته کوي، نوی کړي. د ۲۶۱۵ پرېکړه لیک له مخې، شورا باید افغانستان ته د بشري مرستو د لیږلو راپور هم ترلاسه کړي.»
د سیاسي چارو شنونکي، سید مقدم امین په دې اړه طلوع نیوز ته وویل: « د دغو څېړنو په څنډه کې ممکن په افغانستان کې د ثبات لپاره میکانیزم، افغانستان ته د رسمیت ورکولو، او د افغانستان د حقونو د په ټاکلو په برخه کې ګټوره تمامه شي.»
اوس پوښتنه دا ده چې د دا ډول غونډو جوړېدل په هېواد کې د شته ننګونو په له منځه وړو کې څومره اغېزناک پرېوتلای شي؟
د افغانستان یووالي ملي نهضت مشر، سید اسحاق ګیلاني وویل: « بنسټېز کارونه دې وکړي چې په راتلونکي کې هم د افغانستان د خلکو په ګټه اوسي، دا به له دې ډېره ښه وي چې دوی یوازې په خوراکي توکو عادت کړي. »
د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر هم په دې اړه وویل: « موږ باید د هېواد د ملي ګټو په فکر کې اوسو، هره پرېکړه چې د افغانستان د خلکو په ګټه کیږي باید یې بې له کوم شرطه ومنو.»
ورته مهال، اسلامي امارت وايي، چې د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته دا ډول غونډې بې مانا دي او هېڅ درد نه دوا کوي.
ذبیح الله مجاهد وايي، نړۍوالې ټولنې ځینې مسایل سیاسي کړي او له دې لارې غواړي پر اسلامي امارت فشار راولي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: « له بده مرغه چې نړۍ بشري، انساني، اقلیمي، اقتصادي ټول موضوعات سیاسي کړي دي، او دوی غواړي ټول د سیاسي فشار په توګه وکاروي چې صحي نه ده.»
اسلامي امارت تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي غوښتي وو، چې د افغانستان د واقعیتونو له مخې، خپل راپورونه چمتو کړي او په لویو غونډو کې یې وړاندې کړي.
په دې اړه مو اندونه