پاکستاني رسنۍ وایي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو درې چارواکي به په راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته سفر وکړي او ټاکل شوي چې هلته له پاکستاني چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، د دغو کتنو اصلي تمرکز به د افغانستان او په ځانګړې توګه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو وي.
ازاد خبریال، طاهر خان په دې اړه وویل: « څلور ورځنی سفر ده چې نن پیل کیږي او د روانې ډیسمبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي، او هدف هم همدغه ویل شوی دی خو وبه لیدل شي چې په کومو موضوعاتو به خبرې شوي، خو ښکاره ده چې پاکستان پرېکړه کړې چې افغانان باید لاړ شي نو ممکن د امریکایي او پاکستاني چارواکو تر منځ به د خبرو یوه موضوع وي. »
ممتاز زهرا بلوچ دغه راز پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د پاکستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال هم په هغو کسانو کې دی، چې د ډسمبر تر ۱۲مې به په پاکستان کې پاتې شي.
د سیاسي چارو شنونکي، عبدالصادق حمیدزوی هم څرګنده کړه: « هتمن پر پاکستان اغیزې لري، له پاکستانه ډېره تمه نه شو کولای، خو بیا هم هیله له لاسه نه ورکوو.»
اسلامي امارت وايي، چې د دغو دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ غونډه له سرپرست حکومت کوم تړاو نه لري.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې پاکستان د نړۍوالو نورمونو پرخلاف افغانان له دغه هېواده باسي او په دې برخه کې د هغوی دریځ هم روښانه دی. نوموړی ټينګار کوي چې امي امارت چمتو دی تازه راستانه شویو کډوالو ته ښې اسانتیاوې برابرې کړي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: « پاکستان ته د امریکایي چارواکو راتګ، یا د دوه هېوادونو تر منځ خبرې اترې به ډېرې په دې اړه هم نه وي، خپلې موضوعګانې به هم لري خو د کډوالو موضوع زموږ پورې اړه لري او موږ نه غواړو د بل هېواد په خبره له پاکستان سره د کډوالو موضوع مطرح کړو.»
د یو اعشاریه اوه میلیونه افغان کډوالو د اېستلو په تړاو د پاکستان د لنډمهالي حکومت پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
ملګرو ملتونو، د کډوالو ملاتړو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې افغان کډوال دې په زوره نه باسي.
په دې اړه مو اندونه