د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی ډانیل انډرس ویلي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې پراخه کچه د اقلیمي بدلونونو له امله زیانمن شوی دی.
نوموړی زیاتوي، چې په وروستیو کلونو کې افغانستان په بې سارې توګه د اورښتونو د کموالي او د ځنګلونو د پرېکېدو شاهد دی.
د ښاغلي انډرس په وینا افغانستان د اقلیمي بدلون له امله شږم ډېر زیانمن هېواد دی.
ډانیل انډرس ویلي:«نن په افغانستان کې د اوبو او هوا یو ناورین د رابرسېره کېدو په حال کې دی. دا هېواد په نړۍ کې د ۰.۸ سلنه د شینکوریزو ګازونو د تولید مسوول دی او په نړۍ کې د اوبو او هوا بدلون شپږم زیانمنونکی او په نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو اغېزو ته د رسېدو لپاره تر ټولو کم چمتو هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږي.»
ورته مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي، که په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه اوسنیو ننګونو ته پام ونه شي، په هېواد کې به يې زیانونه نور هم ډېر شي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي:«په وروستیو کلونو کې د بارانونو نه شتون او وچکالۍ له امله خلک سخت اندېښمن او زیانمن کړي دي او که په راتلونکي ژمي کې همداسې وچکالي دوام وکړي نو خلک به نور هم زیانمن شي.»
بلخوا ځينې هغه کسان چې د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوي زیاتوي، چې باید د دوی وضعیت ته رسېدنه وشي.
بزګر صادق خان څرګندوي:«په هېواد کې سخته وچکالي ده او بزګران له ډېرو ستونزو سره مخ دي او کروندو يې هېڅ حاصلات نهدي کړي.»
بل بزګر احسان محمد هم وايي:«تاسو ګورئ چې سخته وچکالي ده او زموږ او نورو هېوادوالو د وچکالۍ له امله فصلونه وچ شول.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له استازي پرته د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۸مه غونډه تېره اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې پېل شوې او ټاکل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۱ مې دوام وکړي.
په دې اړه مو اندونه