Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو د څاربنسټ افغانستان کې د ښوونیز بندیز پر دوام نیوکه وکړه

د بشري حقونو د څاربنسټ د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې پر روزنیزو سیاستونو نیوکه کوي.

دغه بنسټ د یوه ۱۹ مخییز راپو په خپرولو سره د اسلامي امارت پر پالیسیو نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې د زده‌کړو اړوند د طالبانو ناسمې پالیسۍ نجونې او ښځې زیانمنې کوي. 

په دغه راپور کې له نړۍوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې پر ښځو د زده‌کړو اړوند لګول شویو محدودیتونو د لرې کولو په برخه کې همکاري وکړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ په راپور کې راغلي:«په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو پر خلاف پر هلکانو له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نه‌دي منع کړي، د هغوی اقدامات به د ماشومانو او ځوانانو د زده‌کړو بهیر ډېر کمزوری کړي. دا د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د هغو ژمنو نقض دی چې د ټولو زده‌کوونکو زده‌کړې ورسره زیانمنې کېږي. د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پر وړاندې سیسټماټيک تبعیض چې د نجونو او ښځو زده‌کړې ممنوعیت یې یوه برخه ده، ډېرې بدې اغېزې لري.»

ورته مهال، د زده کړو د چارو فعالې او د نوبل جایزې ګټوونکې، ملالې یوسفزۍ د نېلسن منډېلا د لسم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د اسلامي امارت له لوري پر ښځو لګول شویو محدودیتونو ته غبرګون ښودلی دی.

ملاله یوسفزۍ وايي:«په افغانستان کې طالبان وايي، چې پر نجونو او ښځو دغه ظلم یوه دیني مسئله ده. نو اجازه راکړئ چې په ډاګه یې ووایم؛ دا رښتیا نه‌دي او هسې یوه پلمه ده. د افغانستان د دیني علماوو په ګډون ډېری اسلامي عالمان په ډاګه وايي چې اسلام د نجونو او ښځو د زده‌کړو پر محرومیت سترګې نه پټوي؛ خو طالبان د دغه حقیقت له اورېدو سره لېوالتیا نه‌لري.»

اخوا، له شپږم تولګي پورته ځينې زده‌کوونکې او محصلینې یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې هغوی ته د زده‌ګړو زمینه برابره کړي.

محصله حسنا وايي:«ثانوي امر یې ویلی وو؛ خو تراوسه هېڅ معلومه نه ده چې پای یې څه کېږي. هڅه دې وکړي چې لږ تر لږه چې راتلوونکی کال خپله دغه طرحه موږ ته ووايي چې څه ډول ده، موږ هغه ته په پام سره راځوو.»

زده کوونکې حلیمه هم څرګندوي:«له دولته موږ غوښتنه دا ده چې زموږ ښوونځي پرانیزي. همدا دوه کاله چې تېر شول او موږ په کور کې وو، زموږ لاس ته هېڅ هم رانه‌غلل.»

خو اسلامي امارت ټینګار کوي چې په هېواد کې د نجونو او ښځو ټول حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«هغه حقونه چې اسلامي شریعت خویندو ته ورکړي، باید تامین شي او اسلامي امارت هم په دې برخو کې مثبت ګامونه پورته کړي دي.»

له تېرو دوو کلونو راهیسې د اسلامي امارت له لوري د زده‌کړو او کار په برخو کې پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونه د نړۍ له سختو غبرګونونو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه