Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې د توماس وېسټ او جلیل عباسي ترمنځ لیدنه وشوه

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له لنډمهالي وزیر سره لیدلي دي.

د پاکستان د لنډمهالي بهرنیو چارو وزیر په اېکس پاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د افغانانو د پرمختګ او هوساینې په تړاو د ګډې سټراټيژۍ پر جوړولو ټينګار شوی دی.

هغه همدا راز زیاته کړې چې اسلام اباد په دې تړاو له خپلو نړۍوالو شریکانو سره همکارۍ ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، «د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغه کتنه کې د ټولیزې سټراټيژۍ پر ارزښت او د افغان وګړو پر پرمختګ او هوساینې ټینګار وکړ او و یې ویل چې اسلام اباد په دې برخه کې له خپلو نړۍوالو شریکانو سره همکارۍ ته ژمن دی.»

خو د اسلامي امارت ویاند د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سفرونه اغېزناک، نه بولي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوزته و ویل: «زما په اند دا ډول سفرونه مخکې هم شوي دي خو افغانستان لپاره یې ګټه نه وه، ښایي چې اجنډا یې د امریکا د ګټو پر بنسټ وي چې دې برخه کې ښایي پرمختګ هم ولري خو پر افغانستان یې اغېز نشته.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا د پاکستان له لنډمهالي بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي کتنې، د کډوالو د ستونزو او په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د را ولاړو شویو کړکیچونو د حل لپاره مهمې بولي.

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني و ویل: «هر لیدنه چې کیږي هم زموږ په ګټه ده او هم د هغو کډوالو په ګټه چې په دې شرایطو کې هېواد ته راستنیږي.»

د سیاسي چارو شنونکي، احمدخان اندړ و ویل: «هیله من یم چې د پاکستان له چارواکو سره د ښاغلي وېسټ لیدنې، له پاکستانه د کډوالو جبري ایستلو لړۍ و دروي.»

تر دې مخکې هم د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په ګډون له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو د لا زیاتو همغږیو او همکاریو په اړه خبرې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه