د بشري حقونو او د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، په هغې ناسته کې چې د افغان نجونو د زدهکړو په هکله په دوحه کې جوړه شوې وه، د افغان نجونو د زدهکړو په برخه کې پر پانګونې ټینګار کوي.
د دوحې د دوه ورځنۍ غونډې پر لومړۍ ورځ، په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو مسئله د «هغې لپاره د زده کړې او پرمختګ د ټولو لپاره» په نوم تر بحث لاندې ونیول شوه.
د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:«که موږ یو متوسط او ټولګډونه افغانستان غواړو چې ځان او ګاونډیانو ته ګواښ نهوي، نو د افغانستان پر پوهنې او خلکو پانګونه وکړئ، دا هغه څه دي، چې موږ به یې په ګډه ترسره کړو.»
د ډيجیټل وګړي د صندوق بنسټ اېښودونکې او عامل مدیره رویا محبوب څرګندوي:«په تېرو دوو کلونو کې موږ نه یوازې په لویو ښارونو کې، بلکې په ټول افغانستان کې د نارینهوو او ښځو د اعتراضونو شاهدان وو. دا ښيي چې خلک بدلون غواړي. د ښځو د وړتیاوو په تړاو د هغوی ذهنیت بدل شوی. هغوی د زدهکړو د دوام لپاره ښوونځي ته د خپلو، مېرمنو، لوڼو او خویندو د تللو غوښتنه کوي.»
د لپس شرکت عامل مدیر الکس ټیر وویل:«په داسې يو هېواد کې چې له لسيزو جګړو وروسته ډېر خلک کافي خوړو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو په ټول هېواد کې خلکو په وار وار ويلي چې د دوی اصلي اندېښنه د نجونو د زدهکړې مسئله ده، دا هغه څه نهدي چې د نړۍوالې ټولنې یا افغان فمنېستانو له خوا ویل کېږي، دا د افغاني ټولنې خبره ده چې وايي موږ یوه غوښتنه لرو، زموږ نجونې باید ښوونځي ته ولاړې شي.»
رینا امیري د خپلو خبرو په یوه برخه کې په ښوونیزو بنسټونو کې د ښځو پرنشتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې مسئله نجونو ته ښوونځي ته د تګ د اجازې په ورکولو پورې هېڅ اړه نهلري، بلکې دا یوه داسې مسئله ده چې له نړۍوالې ټولنې سره په همغږۍ ترسره کېږي.
اغلې امیري زیاتوي:«یوازې نجونو ته د زدهکړې اجازه ورکول به د هغوی د رسمیت پېژندلو لامل نهشي. دا یو داسې بهیر دی چې موږ یې په تړاو له نړۍوالې ټولنې سره همغږي لرو او ډېر داسې موارد شته چې طالبان یې د عادي کېدو لپاره چې هغوی ورته اړتیا لري، باید ترسره کړي.»
خو اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د دې غونډې جوړېدل د ننګونو د له منځه وړو په برخه کې اغېزناک نهګڼي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د خلکو د حقوقو په خوندیتوب باندې په ټینګار سره وايي چې دا ډول غونډې په افغانستان کې د منفي اړخونو د لویولو په لټه کې دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي:«د افغانستان موضوع تر ډېره په افغانانو پورې اړه لري هغه افغانان چې دننه په هېواد کې دي؛ له بهره موږ نسخو ته اړتیا نهلرو او نه هم وړاندیزونو ته اړتیا لرو، دننه عملي اقدامات غواړو.»
د دې غونډې په یوه برخه کې په دا ډول غونډو کې د طالبانو پر حضور هم بحث وشو او یو شمېر ګډونوال یې د یوې اغېزناکې حل لارې د موندلو لپاره د اسلامي امارت له استازو سره د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.
د بروکینګز موسسې همکار غلام عمر قرغه څرګندوي:«د خبرو لپاره باید فضا رامنځ ته شي، هغوی ته بلنه ورکړل شي او د تعامل لپاره باید فشار واچول شي، دا دواړه باید دوه اړخیز وي، زما په اند نړۍواله ټولنه او د افغانستان مدافعین باید دا فضا رامنځته کړي او طالبان باید دا مسوولیت پر غاړه واخلي چې تعامل ته راوړاندې شي.»
د پوهنې پخوانۍ وزیر رنګینه حمیدي وايي:«نه یوازې دا چې هغوی ته بلنه ورکړو، بلکې موږ باید دا جرئت او لېوالتیا هم ولرو چې کابل ته ولاړ شو او ورسره کښېنو. زموږ ملګرو هم وویل چې په کابل کې د نړۍوالې ټولنې حضور مهم او حیاتي دی، که هغوی له افغانستان سره د کار دوام ته لېواله وي.»
په دوحه کې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په تړاو غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له څه باندې ۸۱۰ ورځو راهیسې ښوونځي ته د تګ اجازه نهلري.